1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا برادر د څرګندونو په اړه د افغان حکومت سخت غبرګون

۱۳۹۹ دی ۵, جمعه

افغان حکومت د هغو خپرو شوې ويډيوګانو په هکله «ژوره انديښنه» ښکاره کړې چې پکې ښودل کيږي چې د طالبانو مشران ظاهراً د پاکستان په خاوره کې د خپلو جنګيالو د يو روزنيز مرکز او په يوه روغتون کې له خپلو ټپيانو سره لیدنې کوي.

https://p.dw.com/p/3nDVw
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Fadeichev

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د پاکستان په خاوره کې د افغان طالبانو او د دوی د مشرانو ښکاره حضور د افغانستان له ملي حاکميت څخه ښکاره سرغړونه ده.»

کابل تل پر پاکستان تور لګولی دی چې د طالبانو ملاتړ کوي او دغې ډلې ته يې په خپله خاوره کې خوندي ځایونه برابر کړي دي، خو اسلام آباد بيا دغه ادعاوې رد کړي دي.

کابل وايي په پاکستان کې د طالب مشرانو او د دوی د پټنځايونو شتون، په سیمه کې د لا زياتو ناکراريو او بې ثباتيو سبب کيږي او دا په افغانستان کې د سولې او ثبات د رسيدو په لار کې یوه ستره ننګونه بولي.

افغان حکومت يو ځل بيا له خپل ګاوندي هيواد څخه غوښتي دي چې باید طالبانو ته د دې اجازه ورنکړي چې له خاورې څخه يې استفاده وکړي.

روانه اوونۍ پر ټولنيزو رسنيو داسې يوه ويډيو خپره شوه چې پکې د طالبانو مرستيال مشر، ملا عبدالغني برادر له خپلو افرادو سره ويني او خبرې کوي. د آلمان خبري آژانس مطابق، دغه ويډيو د پاکستان په کراچۍ ښار کې ثبت شوې ده.

ملا برادر په دغه ويډيو کې مني چې طالبان د افغان سولې په اړه خپل ټول تصميمونه په پاکستان کې میشت د خپل مشرتابه سره په مشورې سره نیسي.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
افغان حکومت تل پاکستان پر دې تورن کړی چې طالبانو ته يې ځای ورکړی خو پاکستان بيا دغه ادعاوې رد کړيانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

په يوه بله ويډيو کې د طالبانو يو بل مشر، ملا فضل آخوند ښودل کيږي چې د پوځي روزنې په يوه مرکز کې له طالب جنګیاليو سره ګوري. ملا فضل په قطر کې د افغان سولې په مذاکراتو کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي يو فعال غړی دی. د دغې ويډيو ځای نه دی افشا شوی، خو داسې ويل کيږي چې پاکستان دی.

طالبانو منلې ده چې ملابرادر د دسمبر مياشتي په نیمايي کې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال، د دغه هیواد په کراچۍ ښار کې له يوه روغتون څخه لیدنه کړې ده.

افغان حکومت او طالبانو څه باندې درې میاشتې مخکې د افغان جګړې د پاي ته رسيدلو په موخه په دوحه کې د سولې مذاکرات پيل کړي دي. د رپوټونو مطابق، د دغو مذاکراتو له پيل راهیسې دواړو لورو په خبرو کې يو څه پرمختګونه کړي دي.

له ډيرو بحثونو وروسته دواړو لورو اعلان وکړ چې د مذاکراتو پر طرزالعمل باندې سلا شوي او د مذاکراتو پر اجندا به په خبرو اترو کې تر درو اونیو ځنډ وروسته، د ۲۰۲۱م کال د جنوري میاشتې پر ۵مه بحثونه پیل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل وروستي سفر پر مهال طالبانو ته په خطاب کې ويلي ول چې دوی دې د سولې دوهم پړاو په کندهار کې وکړي.

غني په خپله وينا کې ویلي ول: «سوله پر دې راځي چې راشئ خرقې مبارکې ته.» غني ويلي ول که طالبان دا نه مني بیا دې راشي يا د میرویس نیکه په مقبره و یا دې د احمدشاه بابا په مقبره کې خبرو ته کېني.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.