1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالب ټپیانو سره د ملا برادر کتنې، بحثونه راپارولي

۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبه

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې د طالب ټپیانو سره کتلي او د دوحې تړون یې د هغوی د قربانیو پایله بللې ده. افغان حکومت په پاکستان کې د طالبانو د ټپيانو درملنې ته څه غبرګون لري؟

https://p.dw.com/p/3nA9R
Afghanistan Kabul | Graffiti Zalmai Khalilzad & Mullah Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان په یوه روغتون کې ټپي شویو طالبانو ته وینا کوي.

نوموړي منلې چې مشران یې په پاکستان کې ژوند کوي او د ټپيانو درملنه هم همالته کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره له دې چې په افغان سوله کې د پاکستان له وروستیو هلوځلو هرکلی کوي، خو په پاکستان کې د طالب جنګیالیو شتون لاهم یوه ستره اندېښنه بولي.

د دغه وزارت ویاند ګران هيواد دویچه ویله ته وویل: «لکه څنګه چې په ویډیو کلیپ کې ښودل شوې چې طالبان په پاکستان کې پراخ حضور لري، په همدې اساس د پاکستان جمهوري دولت پر طالب ډلې او د هغوی پر مشرانو رغنده اغیز درلود، دا کولای شي او باید د سولې بهیر په بریا کې رغوونکی رول ولري.»

هیواد زیاتوي چې افغان حکومت په پاکستان کې د هغو پټنځایونو د بیړني تړلو غوښتنه کوي چې افغان سوله ګواښي.

په پاکستان کې د طالب ټپیانو درملنه

په همدې حال کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي دي چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ نوې او جالبه خبره نه ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې په منځنۍ کچه د کوټې د ټولو روغتونونو نیږدې ۳۰ سلنه بسترونه له هغو ترهګرو ډک دي چې هلته د درملنې له پاره ځي.

ده زیاته کړې: «هغه ټپیان چې ډیر مهم دي کراچۍ ته لېږدول کیږي چې اوس یې تاسو یو غیر قابل انکار ثبوت په لاس کې لری.»

صالح هغه کسان ستایلي او زړور بللي چې دده په وینا د کراچۍ په یوه روغتون کې یې له طالب ټپیانو سره د ملا برادر د لیدو ویډیو اخېستې او خپره کړې ده.

پاکستان تراوسه ددې ویډیو خپرېدو ته غبرګون نه دی ښودلی.

یو شمېر افغان شنونکي وايي، د افغان حکومت د کمزوري مدیریت او ډيپلوماسی له امله اوس پاکستان له طالبانو ښکاره ملاتړ کوي او په دې اړه یې لا ډیر جرات خپل کړی.

په پاکستان کې یوه پخواني افغان ډيپلوماټ احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، چې په پاکستان کې د طالب جنګیالو شتون او سمبالښت له پخوا څخه وو، خو اوس دا موضوع لا ډیره ښکاره شوې: «اوس چې نړېوالو پاکستان ته ډیر امتیازات ورکړي، تردې وروسته ښايي پاکستان په افغانستان کې خپله مداخله پټه نه کړي او بلکې په دې برخه کې لا ډير جرات ولري.»

د سولې په بین الافغاني خبرو کې تر شل ورځني ځنډ وروسته د ملابرادر په مشرتوب طالب پلاوي اسلام اباد ته سفر وکړ او د هغه هيواد له چارواکو سره یې وکتل.

پاکستان د طالب جنګیالیو په پوځي ملاتړ تورن دی، دا هيواد د طالبانو پوځي ملاتړ ردوي خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په لاسلیک کې خپل رول خورا اغیزمن بولي.

اسماعیل شاکر – کابل