طالبانو خپلو جنګيالو ته د خلکو له شخصي کورونو د وتلو امر کړې
۱۴۰۰ مهر ۹, جمعهد رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند دا امر د طالبانو د هلو ځلو برخه ده چې غواړي خپل جنګيالي تنظيم کړي او په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شي.
ملا محمد حسن اخوند په دې ترڅ کې ویلي دي چې په دفاع او کورنیو چارو او همدا راز په استخباراتي ادارې پورې اړونده طالبان دې د خلکو له شخصي کورونو ووځي او «بيرته دې پوستو ته ستانه شي.»
په دې وروستیو اوونيو کې طالبانو ته د خپلو دودویزو جامو پر ځای پوځي لباسونه ورکړل شول، څو يو ډول د اقتدار فضا رامنځته کړای شي.
د طالبانو يوه امنيتي چارواکي بلال کريمي له اسوشيتيد پريس خبري آژانس سره په خبرو کې په دې تړاو د يوې لارښونې جاري کيدل تائيد کړي دي.
په اګست میاشت کې افغان امنيتي ځواکونو خپلې پوستې پريښودې او طالبان وتوانيدل ډېر ژر ښارونو ته داخل شي او همد راز ټولې پوځي اډې په ولکه کې کړي.
په دې منځ کې د پنجشنبې په ورځ طالبانو په هوايي ډزو سره په کابل کې د ښځو يوه مظاهره منحل کړه. دغو ښځو چې د يوه ښوونځي مخې ته راټولې شوې وې، د زده کړو د مساوي حق غوښتنه کوله.
دغو ښځو له ځان سره داسي لوحې ليږدولې چې پرې ليکل شوي ول: «زموږ کتابونه مه سوځوئ.»
د عیني شاهدانو په حواله نورې ښځې چې د کابل په کارته چهار سیمه کې په دې مظاهرو کې د ګډون له پاره پر لاره وې، له نيمايي لارې ستنې شوې او کورونو ته د تلو لارښوونه ورته وشوه.
د طالبانو يوه چارواکي مولوي نصرت الله وروسته خبريالانو ته وويل چې دغو ښځو د مظاهرې اجازه نه وه اخیستې. طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو يو شمیر احتجاجونه په زور منحل کړي دي.
ب. ص/ ن. ز (AP)