1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي د جزا پخواني قوانين نافذ کړي

۱۴۰۰ مهر ۲, جمعه

د طالبانو له بنسټ ايښوونکو مشرانو څخه يوه يې ويلي دي چې په افغانستان کې به يو ځل بيا د اعدام او لاس پرې کولو په څېر سختې جزاوې عملي شي. نوموړي نورو هيوادونو ته د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلې څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/40nNP
Afghanistan Taliban-Anführer Mullah Nooruddin Turabi
انځور: Felipe Dana/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د ډلې يوه بنسټ ايښوونکي او د دې ډلې په پخوانۍ دوره کې د امر بالمعروف او النهي عن المنکر مشر ملا نورالدين ترابي ويلي دي چې ډله به یې يو ځل بیا مجرمنيو ته د مرګ او د لاس پرې کولو په څېر سزاوي عملي کړي خو دا ځل به ښايي دا جزاوې په عامه محضر کې نه ورکول کيږي.

امريکايي خبري آژانس ايسوشيتد پريس سره په يوه مرکه کې نوموړي په ماضي کې د طالبانو له خوا د ځينو جزاو پر نفاذ د ځينو کړيو له خوا انتقاد هم رد کړ. د دغو سزاوو ځيني به یې په لوبغالي کې د خلکو د سترګو تر وړاندې عملي کيدلې.

«څوک مو دې په چارو کې مداخله نه کوي»

ملا ترابي نړيوالو ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان په چارو کې دې مداخله نه کوي. نوموړي زياته کړه: «په لوبغالي کې د حکم پر اجرا ټولو نيوکه وکړه، خو موږ هیڅ وخت د هغوی د قوانينو او جزاو په اړه څه نه دي ویلي.»

نوموړي وويل: «هيڅوک اړتيا نه لري چې موږ ته ووايي چې قوانين مو څرنګه بايد واوسي. موږ به د اسلام پيروي وکړو او خپل قوانين به د قرآن پاک پر اساس جوړ کړو.»

طالبانو د اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه پر کابل تر ولکې وروسته د حکومت چارې په لاس کې واخیستلې. له هغې ورځې راهيسې افغانان او نړيوال دې ته ځېر دي چې آیا دغه ډله به د خپلې پخوانۍ دورې په څېر کلک دريځ خپل کړي او که څنګه.

Taliban-Propaganda
انځور: imago images

د ملا ترابي له نظر څخه داسې انګيرل کیدلی شي چې د طالبانو مشران اوس هم محافظه پال فکر لري، او نظريه یې پر دې سربیره چې له نوې تکنالوژيو لکه ويديو، ځېرکو او ګرځنده تليفونو ګټه اخلي، څومره سخت دريځه ده.

ملا نورالدين ترابي چې اوس ۶۰ کلن دی، د طالبانو په تېره دوره کې د عدليې وزير د امر بالعمروف او النهي المنکر رئيس وو.

جزاوې به هماغه، خو عملي کول به توپير ولري

ملا ترابي وويل چې دا ځل به د علماوو پر ځای قاضيان چې ښځې به هم پکې شاملې وي، پريکړې کوي خو د افغانستان د قوانينو اساس به قرآن پاک وي. هغه وويل چې د جزاو پخواني قوانين به بيرته نافذ شي.

هغه وويل چې د امنيت د تامينولو له پاره د لاس پرې کول اړين دي، ځکه د دې اغيز ډېر زيات وي. هغه زياته کړه چې کابینه په دې اړه غور کوي چې آیا له دې وروسته په عام محضر کې شرعي حدود پلي شي او که نه. د هغه په خبره په دې اړه به يوه تګلاره جوړه شي.

ملا ترابي چې يوه پښه یې مصنوعي ده او سپينه چپنه يې اغوستې، په اتيايمه لسیزه کې یې د شوروي اتحاد د عسکرو پر ضد جګړه کې خپله پښه او يوه سترګه له لاسه ورکړې.

نوموړی د طالبانو په اوسنۍ کابينه کې د افغانستان د زندانونو د ادارې سرپرست دی. نوموړی د طالبانو د کابينې له هغو څو غړيو څخه یو دی چې نوم يې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور ليست کې شامل دی.

Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
انځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

«موږ د تېر په څېر نه يوو»

ملا ترابي د طالبانو په تېره دوره کې د هغو مشرانو په ډله کې وو چې د قوانينو په کلکه نافذولو پلوي ول. د نوموړي د ادارې غړيو به د ميوزيک سيسټمونه له منځل وړل او نارينه به د ږيري پريښودو او  پنځه وخته په مسجد کې لمونځ ادا کولو ته مجبورول.

خو نوموړي روانه اوونۍ د اسوشيتد پريس يوې ښځې خبريالې سره مرکه وکړه. هغه وويل: «موږ اوس د تېر په څېر نه يوو، بدل شوي يوو.»

ملا ترابي وويل چې طالبان اوس د تلويزيون، ګرځنده تليفون، عکسونو او ويډيو اجازه ورکوي «ځکه دا د خلکو اړتيا ده او په دې تړاو جدي يوو.» هغه وويل چې طالبان رسنيو ته د خپلو پېغامونو د رسولو د يوې مهمې وسيلې په توګه ګوري. نوموړي زياته کړه: «موږ اوس پوهيږو چې لسونو خلکو ته د خپل پېغام د رسولو پر ځای څرنګه په لکونو خلکو ته خپل پېغام ورسوو.»

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې که چېرې اوس په عام محضر کې د اعدام سزا عملي شي، نو خلک یې ويډيو جوړولی شي او عکسونه یې اخيستلی او دا خپرولی شي چې دا کیدای شي بل ډول اغیز ولري.

ملا نور الدين ترابي د طالبانو د تيري دورې د اقداماتو دفاع وکړه او ویې ويل چې د دغه اقداماتو له کبله ثبات رامنځته شوی وو. هغه وويل: «موږ د هيواد په هره برخه کې د بشپړه امنيت په تامينولو توانیدلي وو.»

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: