«طالبانو د درې میاشتني مشروط اوربند وړاندیز کړی»
۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبهله طالبانو سره د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري، د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۱م کال د جولای۱۵) خبریالانو ته وویل چې طالبانو د خپلو ۷۰۰۰ زندانیانو د آزادیدو په بدل کې د دري میاشتني اوربند وړاندیز کړی دی. نادر نادري وايي چې دا یوه ډېره ستره غوښتنه ده او زیاتوي چې طالبانو د ملګرو ملتونو له تور لیسته د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه هم کړې ده.
طالبانو په داسې وخت کې د مشروط اوربند وړاندیز کړی چې په ټول هیواد کې جګړو زور اخیستی دی او ډېر خلک د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.
دغه خبره داسې مهال رامخې ته کیږي چې همدا نن د چارواکو په خبره، پاکستاني ځواکونو پر سلګونو هغو کسانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی چې غوښتل یې د چمن له لارې افغانستان ته داخل شي. له پاکستان سره دغه مهمه ترانزیتي لار پرون د طالبانو له لوري تر نیول کیدو وروسته وتړل شوه.
پاکستاني امنیتي چارواکو د نوم نه ښولو په شرط وویل چې «شاوخوا ۴۰۰ قهریدلو کسانو غوښتل چې د زور له لارې افغانستان ته داخل شي. دوی د ډبرو ګوزارونه وکړل او موږ یې مجبور کړو چې اوښکې بهوونکی ګاز استفاده کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي دي چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د چمن دروازې کنترول بیرته په خپل لاس کې اخیستی دی. په کندهار ولایت کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي چې همدا پرون د چهارشنبې په ورځ د طالبانو تر څو ساعته کنترول وروسته یې ګمرک او په دې سرحدي سیمه کې نور حکومتي تاسیسات بیرته له طالبانو نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په کندهار کې د طالبانو له لوري د یادو سیمو نیول کیدل ردوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې طالبان په دې سرحدي سیمه کې حضور لري.
د طالبانو له لوري د دې ترانزیتې لارې تر کنترول څو ساعتونه وروسته، د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال د پاکستان په خاوره کې شاوخوا ۱۵۰ تنه طالب جنګیالي ولیدل چې د طالبانو له جنډو سره پر موټر سایکل سپاره وو او افغانستان ته یې د اوښتو غوښتنه کوله.