1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د محدودیتونو دوام: په موټرو کې موسیقي بنده شوه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د طالبانو د امر باالمعروف وزارت په ښار کې له موټر چلوونکو غوښتي چې د موسیقی له غږولو ډډه وکړي. آيا اوس به په پراخه کچه په موټرو کې د موسيقۍ غږول هم بند شي؟

https://p.dw.com/p/4YOsf
طالبانو له موټر چلونکو غوښتي چې موسیقي ونه غږوي
طالبانو له موټر چلونکو غوښتي چې موسیقي ونه غږويانځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

سره له دې چې پر موسیقۍ بندیزد طالبانو تازه محدودیت نه دی، خو دا ځل یې د امرباالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې د کنترول پوستې اچولي او موټر چلوونکو ته یې ویلي چې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي.

هغوی په دې غوښتنه کې ورزیاته کړې چې موټرو ته دې د هغوی په ټکو بې حجابه او له محرم پرته ښځې هم نه ورخېژوي.

د طالبانو ادارې د امر باالمعروف وزارت په ویناپاڼه کې په دې اړه راغلي: «ددې چک پواینټونو پرمهال، محتسبینو پر لاره له تېردونکو موټر چلوونکو وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او هغو کړنو ترسره کولو ډډه وکړي چې د امر باالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.»

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي وايي، طالبانو ټولنیزو محدودیتونو ته په زور ورکولو سره خپل اصلي مسئولیتونه له پامه غورځولي دي.

سیاسي شنونکي ډاکټر محمد هاشم دانش دویچه ویله ته وویل، اوسمهال باید طالبانو لپاره د حکومت په توګه د «کډوالو موضوع» د یوه لومړیتوب په توګه مطرح وي.

نوموی زياتوي: «دا دومره مهاجرین چې راغلل او په هغوی کې دا دومره نجونې چې په مکتبونو کې وې دا به دلته له تحصیل نه محرومې وي، دا اولویتونه دي چې د ښځو او نجونو د کار او تحصیل په اړه فکر وشي او زمینه برابره کړي. اصلا دا اولویتونه دي، نه دا چې هره ورځ تاسې موسیقي مه اورئ، ږېره داسې کړه او هسې کړه. ددې شیانو لپاره په مسجدونو او مدرسو کې امرباالمعروف وکړئ، نه دا چې د ټوپک په زور دا شیان تحمیلوي. زه فکر نه کوم چې دا دې د حکومت دنده وي.»

طالبانو په غزني کې پر موسیقۍ او سندرو بندیز وضع کړی

محتسبین څوک دي؟

د طالبانو د امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت تر ډېره د محتسبینو په نوم د کارکوونکو لخوا اداره کیږي، چې د ګومارنې بهیر یې د آزموینو ملي ادارې د آزموینې پربنسټ ترسره کیږي.

دا کسان په لارو، کوڅو او واټونو کې ګرځي، ځینې وختونه په چک پواینټونو کې له خلکو سره د هغوی د کړنو حساب کوي.

وروستیو کې له خلکو سره ددې ډلې په چلند توندې نېوکې شوي او په خواله رسنیو کې له خلکو سره د سخت چلند ویډیوګانو یې توند غبرګونونه راپارولي.

آن څه موده وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم د امرباالمعروف وزارت پر محتسبینو نېوکه وکړه او ويې ویل محستبین دې د ناسم چلند له امله دین او نظام نه بدناموي.