ملا يعقوب او د ځينو طالب جنګياليو له ناوړو کړنو شکايت
۱۴۰۰ مهر ۲, جمعهملا محمد يعقوب چې د طالبانو په کابينه کې د دفاع سرپرست وزير نومول شوی، په يوه صوتي پيغام کې ويلي دي چې ځينو «بدماشو او بدنامو پخوانيو عسکرو» ته اجازه ورکړل شوې وه چې د طالبانو له واحدونو سره يو ځای شي چې دا کار د تاوتريخجنو تېريو سبب شوی دی. نوموړي ويلي چې «موږ درته امر کوو چې هغوی له ليکو څخه وباسئ، که نه نو سخت چلند به درسره وشي.» د هغه په خبره: «موږ دغسې خلک په خپلو ليکو کې نه غواړو.»
د طالبانو د يوه تر ټولو لوړپوړی وزير دغه پيغام هغه ستونزې په ګوته کوي چې د افغانستان نوي واکمنان يې د جنګېاليو د کنترول په برخه کې بعضي وخت لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له يوې ياغي ډلې څخه د سوليز وخت د ادارې بڼه غوره کول غواړي.
د کابل ځينې اوسېدونکو پر سړکونو باندي د طالب جنګياليو له ربړونکي چلن څخه شکايت کړی دی. د طالبانو ډېر غړي له نورو سيمو څخه راغلي او له لويو ښارونو سره بلد نه ول. داسې رپوټونه هم شته چې د پخواني حکومت د کارکوونکو او د مدني ټولنې له فعالينو سره ناوړه چلن شوی، سره له دې چې طالبانو د عمومي عفوې ژمنه کړې وه.
يعقوب وويل چې د امر پرته د اعدامونو ځينې راپورونه هم موجود دي، خو هغه ټينګار وکړ چې دغه ډول اعمال به نه زغمل کيږي. د هغه په خبره «لکه څنګه چې ټول خبر ياست، تر عمومي عفوې لاندې چې په افغانستان کې اعلان شوې ده، هيڅ مجاهد حق نه لري چې له هيچا څخه غچ واخلي.»
دا څرنګه نه ده چې نوموړي کومو پېښو ته اشاره کوله يا دا چې د دغه پيغام انګيزه څه وه. خو دغه خبر د طالبانو د ټويټر په اکوانټونو کې خپور او بيا په ټولنيزو رسنيو کې لاس پر لاس شو. داسې رپوټونه شته چې د تحريک په منځ کې د جګړې د ډګر د سرسختو قوماندانانو او سياسي مشرانو تر منځ يو څه ترينګلتيا موجوده ده. سياسي مشران ښايي دې ته لېواله وي چې له نورو حکومتونو سره د جوړ جاړي په لټه کې شي.
رويټرز/ن ص/ن ز