1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عباس ستانکزی: د اشرف غني حکومت د سولې اصلي خنډ دی

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

شېر محمد عباس ستانکزی، د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال د يوه پلاوي په سر کې مسکو ته سفر کړی دی. هغه ويلي چې «د سولې اصلي خنډ د اشرف غني اداره ده.»

https://p.dw.com/p/3oZfQ
Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

د افغانستان د رسنيو له خوا د يوه خپاره کړي ويډيويي کليپ له مخې هغه ويلي چې «که اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم او د سولې او نوي حکومت له پاره... قرباني ورکړي، موږ يوه نوي حکومت ته حاضريږو. د همدې دپاره مذاکره کوو.»
ستانکزي همداراز په دغه خبري ناسته کې ادعا کړې ده چې د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی بشپړ صلاحيت نه لري. ستانکزي ويلي دي: «يوازنی بند (خنډ) د سولې په وړاندې اوسمهال د اشرف غني اداره ده.» 
د هغه په خبره، د اشرف غني ټيم په ناټو او امريکا کې د قدرت د تداوم له پاره لابي ګري کوي. د افغانستان دولت تر اوسه په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی. د اشرف غني په مشرۍ حکومت تل د جمهوري نظام د ساتنې او د ټاکنو د لارې د قدرت پر لېږد ټينګار کوي چې هر ډول د موقت حکومت د تشکيل طرح يې تېر مهال ته بيا ستنېدل بللي دي.
د طالبانو غړي که څه هم تر مخه پر يوه «اسلامي نظام» ټينګار کړی، خو په دې صراحت يې د يوه نوي حکومت د راتللو او د ولسمشر اشرف غني د استعفا په هکله خبرې نه وې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ظاهراً د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې تر منځ مذاکرات پڅ پر مخ روان دي. د افغانستان د دولت استازو ويلي چې د يو څو ورځو راهيسې طالبان رسمي ناستو ته حاضر شوي نه دي.

دويچه ويله دري/ن ص/ب ص