1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې د ۷ میلیاردو په ارزښت تجهیزات پريښي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د یوه رپوټ پر بنسټ امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پريښي دي. دغه تجهیزات اوس د طالبانو لاسو ته لیدلي، هغه ډله چې امریکا یي شل کاله پر وړاندې جنګیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4AZ1o
Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
انځور: Ali Khara/REUTERS

د امریکا «CNN» شبکې رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، له دوی څخه پاتې شوې الوتکې، پوځي نقلیه وسایط، وسلې، مهمات او نور تجهیزات د طالبانو لاسو ته ولویدل.

سي ان ان د امریکا د دفاع وزارت د یوه رپوټ پر بنسټ چې د دغه هیواد د کنګرې یا کانګرس په فرمایش چمتو شوی و، دغه موضوع خپره کړې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۵م کاله وروسته د افغانستان له پخواني حکومت سره د ۱۸،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو مرسته کړې وه.

دغې امریکایي رسنۍ په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې په افغانستان کې پاتې تجهیزات ځانګړي ساتنې او مراقبت ته اړتیا لري چې مخکې تر دې به د قراردادونو په وسیله صورت نیولو. سربیره پر دې ډیري د دغو تجهیزاتو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې تخریب او یا هم له کاره لویدلي دي.

د نړیوالو ځواکونو تر وتلو او جمهوري نظام تر ړنګیدلو وروسته، طالبانو څو واره د زرې موټرو او هلیکوپترونو په ګډون د مودرنه تجهیزاتو په ښکاره کولو سره خپله بریا نمایش ته وړاندې کړې ده. مخکې تر دې دغې ډلې د خپل ۲۰ کلن بغاوت پر مهال هوایي ځواکونه نه درلودل.

د تیر کال د اګست مياشتي په نیمایي کې د واک تر نیولو وروسته د طالبانو حکومت د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو آزادۍ او حقونه په شدید ډول محدود کړي دي. 

nz/ns (dpa)