1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هبت الله اخوندزاده د مړينې په اړه تازه آوازې

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

کله چې طالبانو کابل ونيو، د هغوی د اصلي مشر هبت الله اخوندزاده د درک په اړه ګونګوسې لا پسې زياتې شوې. افغانان تر اوسه لا نه پوهيږي چې آيا دغه زوړ روحاني مشر مړ که ژوندی دی.

https://p.dw.com/p/43pmp
Mullah Haibatullah Akhundzada
انځور: Social Media/REUTERS

تر ټولو ښه شنونکي هم شکمن دي چې څوک اصلاً د طالبانو مشري کوي. د فرانسې خبري اژانس د دغه نادرک شوي مشر په هکله پلټنه کړې چې موندنې يې بيا هم متضادې دي. د اکتوبر په دېرشمه، یعنې دوې مياشتې وروسته له هغې چې د طالبانو يوه وياند ټينګار کړ وو چې اخوندزاده ژوندی او په کندهار کې دی، په دغه ښار کې داسې آوازې خپرې شوې چې ګويا د طالبانو د غورځنګ »امير« په يوه مدرسه کې وينا کړې ده.

د طالبانو چارواکو هم په حکيميه مدرسه کې دغه راڅرګندېدنه تائيد کړه او داسې يو لس دقيقه يي ثبت شوی غږ يې خپور کړ چې کيفيت يې ښه نه وو. په دغه پيغام کې ويل کيږي چې »خدای دې د افغانستان مظلوم ولس ته اجر ورکړي چې د کافرانو او ظالمانو پر ضد يې ۲۰ کاله جنګ وکړ.« د طالبانو د مشر وجود تر دې مخکې هم يوازې په کلنيو پيغامونو پورې محدود وو چې د اسلامي رخصتيو په ورځو به خپرېدل.
    

د کندهار به يوه تر ټولو غريبانه څنډه کې چې وياله يې په کثافاتو ډکه ده او هرې خوا ته هم خځلې پرتې دي، د طالبانو دوه جنګيالي د حکيميه مدرسې د شنې او سپينې دروازې مخکې ولاړ دي. دغه ځای د اکتوبر د دېرشمې راهيسې د خلکو او په تېره د طالبانو د ملاتړکوونکو پاملرنه راجلبوي. د دغې مدرسې مشر، معصوم شکرالله، د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې کله چې يې لوړ روحاني مشر راغی، نو هغه »مسلح« وو او »درې امنيتي ساتونکو« دی بدرګه کاوه. هغه زياته کړه چې »ګرځنده تليفونو او د غږ ثبتونې آلو ته« په دغه غونډه کې اجازه نه وه ورکړې شوې. يوه زدکوونکي، ۱۹ کلن محمد، وويل چې »موږ ټولو ورته کتل او فقط ژړل مو.«
د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا هغه تائيدولی شي چې دا په رښتيا خپله اخوندزاده وو، محمد وويل چې دی او نور زدکوونکي داسې خوشحاله وو چې »د هغه مخ ته له کتلو څخه غافل وو.«

Mullah Muhammad Akhtar Mansoor
هبت الله اخوندزاده د ملا محمد اختر منصور تر وژنې وروسته قدرت ته ورسېدانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants/Handout

د طالبانو مشران ډېر نه راڅرګنديږي ځکه چې د جګړې په تېره لسيزه کې د متحده آيالاتو له خوا د ډرون په واسطه بريدونه ډېر شوي دي. اخوندزاده ته د طالبانو د غورځنګ مشري هم ورکړل شوه ځکه چې پخوانی مشر، ملا اختر منصور په ۲۰۱۶ کال د بې پيلوټه الوتکې په داسې يوه بريد کې وژل شوی هم وو. د طالبانو نوي مشر ډېر ژر د القاعده د مشر ايمن الظواهري ملاتړ تر لاسه کړ چې ده ته د »امير المومنين« خطاب کوي.

د اساما بن لادن د وارث له خوا دغه تائيد د ده جهادي مقام نور هم ټينګ کړ او القاعده د ډېرو کلونو راهيسې د طالبانو يو متحد پاته شوی دی. طالبانو د اخوندزاده يوازې يو عکس خپور کړی دی، يعنې پنځه کاله پخوا چې ده د دغې ډلې مشري شروع کړه. دغه عکس خپله هم د طالبانو په خبره، دوې لسيزې پخوا اخيستل شوی وو. مولوي سيد احمد چې د هغې مدرسې مشري کوي، چېرته چې اخوندزاده د رپوټونو له مخې راڅرګند شوی دی، وايي چې د هغه د مړينې په هکله »آوازې او تبليغات« په دې راڅرګندېدنې سره غلي شوي دي. ۱۳ کلن محمد موسی چې دغه صحنه يې له لېرې څخه ننداره کوله، وايي چې هغه »عيناً همغسې« ښکارېده لکه په هغه مشهور عکس کې چې معلومېده.    

Afghanistan Mullah Mohammed Omar Taliban Anführer
طالبانو د ملا عمر مړينه هم دوه کاله پټه ساتلې وهانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د پخواني پرځول شوي رژيم چارواکي او ډېر غربي شنونکي دې ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې اخوندزاده يو څو کال پخوا مړ شوی دی. د هغوی په اند له مدرسې څخه ليدنه په بشپړ ډول د تمثيل په څېر يوه درغلي وه. طالبانو داسې هم ويل چې د دغه غورځنګ بنسټ ايښدونکی ملا عمر ژوندی وو او د هغه د مړينې خبره يې په ۲۰۱۳ کال کې د هغه تر مړينې وروسته دوه کاله هم پټه ساتلې وه.

يوه پخواني افغان امنيتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې اخوندزاده خپله »د ډېر وخت راهيسې مړ دی او د کابل له نيولو څخه مخکې يې کوم نقش هم نه درلود.« د هغه په خبره سرچينې په دې دلالت کوي چې اخوندزاده د پاکستان په کويټه ښار کې د هغه له ورور سره يو ځای په يوه ځانمرګي برید کې »تقريبا درې کاله پخوا« وژل شوی دی. دغه تيوري له ځينو وړو بدلونو سره البته، د ډېرو بهرنيو استخباراتي ادارو له خوا هم د اعتبار وړ بلل کيږي. يوې بلې سيمه يزې امنيتي سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې د اخوندزاده ممکنه مړينه »به هيڅوک تائيد يا رد نه کړي«.

آ./ن.ص./ا.ا.