1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا هبت الله وروستي فرمان ته غبرګونونه

امید دیدار
۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده هغه فرمان ته چي وايي پر طالب چارواکو انتقاد او نيوکي شرعاً جواز نه لري، د بشري حقونو د فعالانو، شنونکیو او عامو خلکو سخت غبرګونونه.

https://p.dw.com/p/4EWT4
Mullah Haibatullah Akhundzada
انځور: Social Media/REUTERS

دغه فرمان چې تېره ورځ خپور شوی، په لومړي پراګراف کې یې راغلي، چې پر طالب چارواکیو «بې ځایه تورونه ویل» او له «واقعیت څخه ليرې» نیوکه کول «شرعآ جواز نه لري.»

په دغه فرمان کې ملا هبت الله اخونزاده د خپلې پرېکړې له پاره د قران کریم یو ایات او ځینې احادیث د دلیل په توګه راوړي دي.

په دې فرمان کې طالبانو ته لاس اچول، د محاکمو سپکاوی او د قضايي غونډو اخلالولو ته هم اشاره شوې او ویل شوي دي چې په دواړو حالاتو کې فاعل شخص ته سزا ورکول کېدای شي، خو «عفوه» یې غوره ګڼلې ده.

اساسي پوښتنه داده، چې دغه فرمان د جرمونو یا فساد له پاره د دوی د غړو یا په ټوله کې د طالبانو لاسونه څومره ازادوي؟

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مخکینۍ رئیسې شهرزاد اکبر دویچه ویله ته وویل، د طالب مشر وروستی فرمان د بیان او مدني آزادیو د محدودولو یو بل ګام دی او دا ډله غواړي، چې اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړي.

نوموړي وویل: «دا د بیان آزادي او مدني ازادیو د محدودولو یو بل قدم دی. د دوی د حکومتولۍ نه چې زه ورته حکومتولي نه شم ویلی، د دوی هڅه داده، چې د مدني آزاديو پء محدودولو باندې یې تمرکز کړی. آزاد بنسټونه له منځه یوسي، معلوماتو ته لاسرسی سخت کړي په ځانګړي ډول رسنیو ته او دا د هغه څه دوام دی چې موږ په پیل کې لیدلی وو. اوس لیدل کېږي، د دې پر ځای چې حالت ښه شي ورځ تر بلې خرابېږي.»

د سیاسي او دیني چارو شنونکی او په خواله رسنیو کې د دغې ډلې یو ملاتړی هاتف مختار هم د طالب مشر هبت الله اخونزاده وروستي فرمان ته په غبرګون کې دویچه ویله ته وویل، هغه نظامونه چې له ولسونو د انتقاد، نیوکې او نظر څرګندولو حق تروړي، اسلامي نظام نه، بلکې  د ده په ټکو، استبدادي نظام دی.

ده وویل، په اسلامي نظامونو کې د ټولنې هر فرد له خپلو مشرانو د چارو په اړه پوښتنه ګروېږنه کولی شي او اسلامي نظامونه د ظلم، ستم، انحصار طلبۍ پر ځای له مدنیت، رفا او مدني ازادیو څخه برخمن وي، چې هر څوک پکې د نظر څرګندولو حق لري.

هاتف مختیار زیاته کړه: «په هغو نظامونو کې چې اتباع یې په خپل امیر، صدراعظم، رئیس جمهور او خپله امیر باندې انتقاد ونه شي کولی او د خپل اظهار نظر توان او اجازه ونه لري، هغې ته موږ اسلامي نظام ویلی نه شو، هغه قطعاً یو استبدادي نظام دی.»

ده وویل، د طالبانو حکومت دې پر یوه داسې میکانیزم کار وکړي چې د افغانستان له ولس نه مشروعیت تر لاسه کړي، چې دا چاره د ولس او افغانستان په ګټه ده.

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د خبرو څارونکی خبریال سمیع یوسفزي یې په اړه دویچه ویله ته وویل، که څه هم د هبت الله اخونزاده د فرمان په څېر د خپلو چارواکیو، عسکرو او نورو حکومتي او ملي بنسټونو په اړه له ثبوت پرته تور لګولو او سپکاوي په اړه د ډېرو هېوادونو قوانینو کې ځانګړې مادې شته، خو دا به ولیدل شي چې طالب حکومت دغه ډول فرمانونه څنګه عملي کوي.

نوموړي وویل: «اوس به کتل دا وي، چې دغه اوامر څنګه استعمالېږي. د دغه اوامرو او حکمونو له استعمال نه خو به غلطه استفاده نه کېږي. کېدای شي، ډېر داسې واقعات وشي، چې یو څوک د دغه جرم لاندې چې تا زما بې عزتي کړې یا دې ماته بد رد ویلي، د شخصي عقدې له امله ونیول شي او وټکول شي.»

خبریال مسعود حسیني دویچه ویله ته وویل، د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې د بیان آزادي له منځه تللې، خبریالان وهل شوي او د رسنیو دروازې تړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: »د طالبانو د مشر دا فرمان د بندیزونو دوام او بیان د آزادۍ له منځه وړل دي. د بیان آزادي د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنه وه.«

د حسیني په خبره، د طالبانو مشرتابه خبرې په خپل منځ کې یو د بل په تناقض کې دي، ځکه د فیسبوک ادارې له لوري د ملي تلویزیون او باختر اژانس د پاڼو له بندولو وروسته طالب مشرانو دا د بیان د آزادۍ خلاف عمل بللی؛ په داسې حال کې چې د ده په ټکو، خپله د بیان آزادي زندۍ کوي او د خلکو د غږونو چپ کولو هڅه کوي.

د طالب مشر دې تازه خپور شوي فرمان ته پر خواله رسنیو هم پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

پخواني خبریال او حکومتي چارواکي کبیر حقمل پر خپل ټویټر لیکلي: «نه پوهېږو، چې دا خلک د ولس ځورولو ته له بهانو جوړولو پرته کوم بل کار هم لري که نه؟ یوه ورځ یې داسې فرمان ورنه کړ، چې ځان مسئول، خدمتګار او ولس د خدمت مستحق او بر حق وښيي.»

د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده دا فرمان په داسې حال کې ورکوي، چې د دغې ډلې د حکومت له پیله تر اوسه په صحرايي ډول د خلکو د وهلو، ټکولو، شکنجو او آن د وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

هبت الله اخونزاده کابو یوه نیمه میاشت مخکې د عالمانو په یوې غونډې کې هم ویلي ول، چې په رسنیو کې دې د دغې ډلې پر حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول دیني عالمانو باندې نیوکې نه کېږي.