1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي په کابل کې يې د داعش غړي وژلي دي

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

د طالبانو د حکومت وياند ويلي دي چې امنيتي ځواکونو یې بيګا شپه په کابل کې د چاپې پر وخت د داعش ډلې دوه غړي وژلي او يو تن یې نيولی دی. د داعش ډلې له خوا لا په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

https://p.dw.com/p/4O0nd
آرشيف انځور: د کابل په شهرنو سيمه کې د چاودنه
آرشيف انځور: د کابل په شهرنو سيمه کې چاودنهانځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ وويل چې دغه عمليات د کابل د استوګنې په خيرخانه سيمه کې ترسره شوي دي چې هدف یې د داعش هغه وسله وال ول چې په کابل کې یې د بريدونو له پاره پلانونه جوړول. نوموړي وويل چې د خیرخانې سيمه د داعش ډلې يو مهم پټنځای دی.

د داعش ډلې له خوا د خپلو غړيو د وژل کیدو د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ويل شوي.

اړونده موضوع:داعش په کابل کې د بريد پړه منلې ده

مجاهد وويل چې د عملياتو په ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي او يو بل یې نیول شوی دی او همدا راز تجهیزات او نور پوځي وسايل هم ضبط شوي دي. هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د طالبانو ځواکونو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

د داعش خراسان څانګه د طالبانو اصلي دښمنه ډله ګڼل کيږي. په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغي ډلې په افغانستان کې خپل بريدونه ډېر کړي دي. د دې ډلې په هدفونو کې پر نورو سربيره د طالبانو د امنيتي ځواکونو ګزمې او د افغانستان شعيه اقليت شامل دی.

اړونده موضوع: داعش ډله طالبانو ته څومره ګواښ ده؟

روانه مياشت کې په جلا عملياتو کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د کابل په کارته نو سيمه کې د شپې د چاپې په ترڅ کې د داعش ډلې درې وسله ووژل او يو تن یې ژوندی ونيو. طالبانو ادعا کړې وه چې داعش ډلې په کابل کې په دې وروستيو کې ترسره شويو بريدونو کې لاس لرلی دی.

بيګا شپه د ټولنیزو رسنيو په يوشمير پوستونو کې په خيرخانه سيمه کې د څو چاودنو او فايرونو په اړه رپوټونه ورکړل شوي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په داسې حال کې د افغانستان ټولې برخې ولکه کړې چې امريکايي او د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه تر شل کلن ماموریت وروسته د اخراج په وروستي پړاو کې ول.

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشيف څخه: