1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د تحصيلاتو وزير: تخريب کوونکي «واجب القتل» دي

۱۴۰۱ اسفند ۲۲, دوشنبه

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزیر هغه کسان «واجب القتل» بللي چې پر دغي ډلي انتقادونه کوي. خو شنونکي وایي، طالبان په «دیکتاوري» سره غواړي پر خلکو حکومت وکړي چي پايلي به يې بل څه وي.

https://p.dw.com/p/4OcHr
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملا ندا محمد نديم
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملا ندا محمد نديم انځور: JAMES EDGAR/AFP/Getty Images

سره له دې چې یو شمېر طالب مشرانو په بیا بیا ویلي چې خلک کولای شي د دوی پر اداره سالمې نیوکې وکړي، خو ځینې طالب مشران لا هم سخت دریځ لري او هغو خلکو ته د سختو مجازاتو غوښتونکي دي، څوګ چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي.

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کندهار کې له یوې دیني مدرسې څخه د فارغینو غونډې ته په خپلو څرګندونو کې، پر طالبانو انتقاد کوونکو  ته په سختو مجازاتو ورکولو ټینګار کړی دی.

ندیم حتی ویلي دي چې د »طالبانو نظام« باندې نیوکه کوونکي باید ووژل شي: «د نظام تخریبوونکی که په ژبه باندې وي، که په قلم باندې وي او عملي تخریب کوي، دا ټول هغه خلک دي، چې بغاوت بلل کیږي او واجب القتل بلل کیږي.»

اړونده موضوعد پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو د نیولو او شکنجې ادعا

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم، د دغې ډلې یو له سخت دریځو مشرانو بلل کیږي.  هغه دغه راز ویلي: «تاسې خپلې سرټمبګۍ ته مخه کوئ د پردیو په دسیسو د افغانستان خلکو ته مشکلات جوړوئ، بیا مو موږ انشاالله مقابلې ته اماده یو او ځپلو ته مو هم اماده یو.»

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره د بیان آزادي محدوده شوې ده، خلک په رسنیو او په ټولنیزو شبکو کې په ازاده توګه نظر نشي څرګندولی.

طالبان په لسګونه وارې هغه ځوانان نیولي، بندیان او شکنجه کړې دي چې په ټولنیزو شبکو کې یې د طالبانو ادارې په اړه نظر څرګند کړی، آن ځینې کسان خو د طالبانو له لورې د ملي بیرغ د ساتنې په نوم هم زندان ته اچول شوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

یو شمېر افغان پوځي او سیاسي کارپوهانو د طالب مشرانو  له لورې سخت او ځپونکی دریځ له خطر ډک بولي او وایي چې دا به په خپله دغي ډلې ته هم بدې پایلې ولري.

پخوانی افغان پوځي جنرال محمد رادمنېش وایي، د طالبانو رژیم «دیکتاتور» دی او د خلکو د چپ ساتلو هڅه کوي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کې د پخوانیو نظامیانو وژل دوام لري، حتی تېره اونۍ اته پخواني نظامیان وژل شوي دي.»

رادمنېش زیاتوي، په افغانستان کې لوږه ده او طالبان په دغسې څرګندونو سره غواړي، څو خلک ونه شي کړای غږ هم پورته کړي.

نوموړی وایي، د طالبانو دا څرګندونې خطرناکې دي چې د افغانستان پر خلکو سربېره د سیمې هېوادونو او نړۍ ته هم پیغام لري: «دا نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ خلکو ته هم دا یوه ستوونزه ده.»

په دې وروستیو کې خپله یو شمېر طالبانو مشرانو هم له روان حالت څخه اندیښننې څرګندې کړې دي او په خپله اداره کې یې د انخصار او د خلکو خلاف کړونو څخه سر ټکولی.

آرشيف انځور: د قربانيانو کورنۍ ادغا کوي چې د طالبانو ځواکونو د پخواني افغان پوځ په لسونو غړي وژلي دي
آرشيف انځور: د قربانيانو کورنۍ ادغا کوي چې د طالبانو ځواکونو د پخواني افغان پوځ په لسونو غړي وژلي ديانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دغې ډلې د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغه طالب مشران دي چې په علني ډول یې د طالبانو ادارې له ځینو کړنو او د خلکو پر وړاندې د دغې ډلې د چلند څخه شکایتونه څرګند کړې دي.

حقاني څه موده مخکي ويلي ول چې له خلکو سره ناوړه چلند د دې سبب کيږي چې خلک له دین څخه نفرت وکړي: «که چیرته خلک له ما څخه نفرت کوي دومره بده نه ده، خو زه چې د کوم آدرس نمايندګي کوم د دغه آدرس عزت، عظمت او قدر په کار دی.»

اړونده موضوع: د حقیقت موندنه: آیا طالبانو خپلې ژمنې پوره کړي؟

په لندن کې مېشت د سیاسي چارو افغان څیړونکی صالح الدین سعیدي دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو له پاره لومړی دا تر سوال لاندې ده چې تر اوسه د دغې ډلې  حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نوموړی وایي، طالبان په خپلو چارو کې د اسلامي اصولو برخلاف «افراط او تفریط» کوي: «طالبان اسلام او ټولنې ته زیان رسوي.»

نوموړی ټینګار کوي چې خلک باید د دغسې کړنو پر خلاف پاڅون وکړي: «زموږ دین د ترقۍ دین دی، مسلمانو ته امر شوی دی چې د سرغړونې، ظلم او انحرافاتو په مقابل کې قیام وکړي.» هغه زیاتوي: «که څوګ د دغسې کړنو په مقابل کې قیام ونه کړي، هغوی دوزخ ته ځي، په دې برخه کې واضع حدیث موجود دي.»

سعیدي وایي، طالبان د خلکو په مقابل کې د زور ازموینې پر ځای باید د خلکو څخه مشروعیت او د هغوی باور ترلاسه کړي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو د زور سیاست نتیجه نه ورکوي او په تېر کې هم دیکتاتور نظامونه چپه شوې دي.

د ولسي جرګۍ پخوانی غړی ناصر اصولي وایي چې د طالبانو په لیکو کې ځینې کسان د «وحشت» په خپرولو سره خلک ډار کړي دي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې طالبان نشي کولی چې په زور د خلکو باور ترلاسه کړي او په وینا یې د دغه ډلې دیکتاوري به د هغوی راتلونکي ته بدې پایلې ولري: «دیکتاورۍ سره ولس په ځان نشي راټولی او بیا د کوچني چانس په ترلاسه کولو سره ولس د خپلو نظامونو په مقابل کې راپورته کیږي.»

اصولي ټینګار کوي چې طالبان دې د زور پر ځای قانون جوړ کړي چې په هغې کې به د خلکو حقوق هم ترلاسه شوې وي.

طالبانو په افغانستان کې د خپل دویم ځلي واکمنۍ پرمهال په تېر څه باندې یو نیم کال کې هغسې سخت دریځ ولاړ پاتې شوي چې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال یې درلود.

تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

زموږ له آرشيف څخه:

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟