د طالبانو پلاوی مسکو ته د خبرو له پاره ځي
۱۴۰۰ مهر ۲۲, پنجشنبهد روسیې تاس خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې د طالبانو یو پلاوی به په راتلونکی اوونۍ کې دې هیواد ته ولاړ شي او هلته به د «د مسکو خبرو» په بهیر کې ونډه واخلي.
د «مسکو بهیر» په خبرو کې پر روسیې سربیره چین، پاکستان، هند او ایران هم ښکیل دي.
طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان د ټولو ولایتو تر نیولو وروسته هڅې پیل کړي دي چې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. دا ځکه چې دغه اقدام به بیا د بیلابیلو هیوادونو له خوا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو له پاره لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د قطر او پاکستان په ګډون، چې طالبانو ته نژدې بلل کیږي، هیڅ یوه هیواد هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د دې لامل د طالبانو له خوا په زور واک ته رسیدل او بشري حقونو او د ښځو حقونو ته وفاداره نه پاتې کیدل دي.