افغان حکومت د سپين بولدک د نیولو په هکله د طالبانو ادعا ردوي
۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبهد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبه په ورځ وویل چي طالب جنگیالیو په کندهار کي د سپین بولدک او چمن تر منځ لار تر خپل کنترول لاندي راوستې ده.
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي چی د خپل نوم له ښودلو څخه یې ډډه کړې، د فرانسې خبري آژنس ته د دغي سرحدي سیمي د نیولو خبر تائید کړی دی. د هغه په خبره: طالبانو د افغانستان د حکومت بیرغ لیری کړی او پرځای یې خپل بیرغ ځوړند کړی.
خو د افغانستان چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چي حکومتي ځواکونو د سپین بولدک سره په سرحد کي د طالبانو د بریدونو مخه نیولې. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څو دقیقې مخکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي «ترهگرو طالبانو سرحد ته نیژدې ځیني حرکتونه درلودل، خو امنیتي ځواکونو د هغوی د بریدونو مخه ونیوله.»
خو په ټولنيزو رسنيو کي داسي ويډيوګاني او انځورونه کښته پورته کيږي چي پکښي ښوول کيږي چي وسله وال طالبان د سپين بولدک او چمن ترمنځ د دوستۍ دروازې ته نژدې ولاړ دي. بې طرفه سرچينو تر اوسه پوري د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د چټک پیلیدو سره سم، طالبانو په تیرو څو میاشتو کي د دغه هیواد د ډيرو سیمو د نيولو ادعا کړې ده.
څه وخت مخکي طالبانو اعلان وکړ چي د هیواد ۸۵ سلنه تر خپل کنترول لاندي لري. د هغوی دغه ډول ادعا د افغان حکومت له خوا رد سوې ده.
د افغانستان د حکومتي کړیو په حواله په اوس وخت کي د دغه هیواد امنیتي ځواکونه هڅه کوي چي لوی ښارونه او مهمي سرحدي پوستې د طالبانو له یرغل او پرمختگ څخه وساتي.
GP/NZ/AG