1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د بلخ والي په يوه چاودنه کې وژل شوی دی

۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبه

د طالبانو د بلخ ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولايت والي له دوو ملکي کسانو سره په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. چاودنه په ولايت مقام کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4OQcj
آرشيف انځور: د کابل په شهر نو سيمه کې بريد
آرشيف انځور: د کابل په شهر نو سيمه کې بريدانځور: Wakil Kohsar/AFP

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري دویچه ویله ته وویل چې یاده چاودنه نن پنجشنبه سهار شاوخوا ۹ بجې د بلخ ولایت مقام په ودانۍ کې ترسره شوې چې له امله یې د طالبانو د بلخ والي مولوي محمد داود مزمل او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

نوموړي وویل: «چاودنه سهار هغه مهال شوې چې والي صاحب خپل کاري دفتر ته روان وو. د چاودنې ځای د ولایت مقام ودانۍ دوهم پوړ دی. په چاودنه کې د بلخ والي او دوه ملکيان وژل شوي دي.»

اړونده موضوع:د هرات د اوبو رسولو رئیس او دوه کارکوونکي وژل سوي دي

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم په يوه تويت کې ليکلي دي چې د بلخ ولايت والي محمد داود مزمل »د اسلام د دښمنانو له خوا په يوه چاودنه کي وژل سوی دی». هغه زیاته کړې ده چې د پيښي په اړه څېړني پيل شوي دي.

اړونده موضوع:خوست: بمي برید کې په نښه شوي جنګیالي څوک دي؟

د دغي چاودني پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستي. خو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد داعش ډله او مقاومت جبهه وسله وال فعالیتونه کوي.