1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: په کابل کې د طالبانو هدفي وژنې ډېرې شوي دی

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

د افغانستان د بيارغونې د څار امريکايي ادارې ويلي چې په کابل کې د طالبانو هدفي وژنې ډېرې شوي دي. رپوټ داسې مهال خپریږي چې امریکا له طالبانو سره د دوحې د توافقنامې د ارزولو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3of0O
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د سيګار له خوا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ م کال د فيبرورۍ لومړۍ نیټه) په خپاره شوي تازه رپوټ کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په حواله راغلي چې د ۲۰۲۰ م کال په وروستۍ ربع کې که څه هم چې د طالبانو بريدونه د تیرو دريو مياشتو په پرتله يو څه کم ول خو د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله بيا ډېر ول. رپوټ وايي چې په پلازمینه کابل کې د طالبانو داسې هدفي وژنې ډیرې شوي دي چې پکې حکومتي کارکوونکي، د مدني ټولنو فعالان او مشران یې او همدا راز خبریالان هدف ګرځول شوي دي. 

رپوټ د امريکايي ځواکونو له قوله وايي: « په کابل کې بريدونه د تیرو دريو مياشتو په پرتله ډېر ول خو د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله بيا ډېر زيات ول.»

وسله والو طالبانو په دسمبر مياشت کې د شمالي ولايت بغلان او په جنوب کې د روزګان په ګډون په بېلا بېلو برخو کې په دوو ورځو کې د امنيتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۹ تنه غړي ووژل.

همدا راز په کابل کې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته او همدا راز يو وکيل په هدفي بريد کې ووژل شو. همدا شان په ورته پېښو کې يو شمير ژورنالیستان او مدني فعالان ووژل شول.

سيګار په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د معلوماتو پر اساس رپوټ ورکوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې ۲۵۸۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په رپوټ کې زياته شوې چې د «چسپکي بمونو» له کبله رامنځته شوې پېښې د ۲۰۲۰م کال په وروستۍ ربع کې کابو ۱۷ سلنه ډېرې شوي دي.

خو د سيګار د رپوټ په حواله پر روان تاوتريخوالي سربیره په ټول افغانستان کې  د ۲۰۲۰ م کال په وروستيو دريو مياشتو کې د تلفاتو کچه د همدغه کال د مخکنۍ ربع په پرتله ۱۴ سلنه کمه شوې ده.

امريکا متحده ایالات چې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې تر بريدونو لږ موده وروسته افغانستان ته داخل شول، اوس هم د کابو ۴ ميلياردو يورو په مصرفولو سره د افغانستان ستر بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

امريکايي ځواکونو يو څو ورځې تر مخه ويلي ول چې په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمير یې ۲۵۰۰ سرتیرو ته راټيټ کړی دی. په داسې حال کې چې امريکايي چارواکو د دوحې تړون ته د طالبانو د ژمنتيا په اړه شکونه ښوولي دي خو ويلي یې دي چې دوی د ځواکونو پر همدې شمير د افغانستان ماموريت سر ته رسولی شي.

د افغانستان د بيارغونې ځانګړي څارونکي جان ايف سوپکو په دې اړه وويل: «په داسې حال کې چې د امريکايي ادارو شمير مخ پر کميدو دی، دا ډېره مهمه ده چې امريکا او نور بسپنه ورکوونکي له خپلو پېسو او پروګرام جدي او اغیزناکه څارنه وکړي.»

په رپوټ کې همدا راز ويل شوي چې د ۲۰۲۰م کال په پای کې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ۳۷،۹ وه چې دا د ۲۰۱۹م کال د ۲۳،۹ سلنې څخه لوړه وه. 

د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ په دوحه کې د افغانانو خپل منځي خبرې د جنورۍ میاشتې په سر کې بيرته پېل شوې خو په منظم ډول پر مخ ولاړې نه شوې او د ځنډ ښکار دي.

د امريکايي ځواکونو په حواله د ۲۰۲۰ م کال په وروستيو دريو مياشتو کې د افغان امنيتي ځواک په ملاتړ د امريکا په هوايي بريدونو کې ډيروالی راغلی دی.

د ناټو په حواله د ۲۰۲۰ م کال په وروستۍ ربع کې افغان ځانګړو ځواکونو په يوه کال کې تر ټولو ډېرځمکني عمليات ترسره کړي دي. په دې موده کې ۱۱۵۲ عمليات ترسره شوي چې دا د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده ډير دي چې د مخکنۍ ربع په پرتله ۴ سلنه زياتوالي ښيي.