1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رویټرز: د قطر لومړي وزیر د طالبانو له مشر سره پټې خبرې کړي

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د قطر لومړي وزیر د طالبانو له مشر سره روانه میاشت د نړېوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د روان جنجال په اړه خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4S0VU
افغانستان/ د طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخندزاده
افغانستان/ د طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخندزادهانځور: CPA Media Co. Ltd/picture alliance

یوې سرچینې د دې خبرو په اړه رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا غونډه د مۍ میاشتې پر ۱۲مه نېټه په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله او د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ترمنځ شوې.

سرچینې ويلي دي چې د دې کتنې په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن ادارې ته معلومات ورکړل شوي دي او له طالبانو سره د نورو خبرو اترو په ګډون د دواړو لوریو ترمنځ «پر بحثونو شویو موضوعاتو همغږي» ده.

دا سرچینه چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، وايي شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز لېرې کولو پر اړتیا بحث کړی.

دا ناسته د قطر ډيپلوماټیکه بریا ښيي، هغه هيواد چې پر ښځو د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او هڅه کوي چې له دې ډلې سره د پراخو اړیکو په مټ نړېوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ ژور تعامل ته لاره هواره کړي.

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني
د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانيانځور: Russian Foreign Ministry/TASS/dpa/picture alliance

امریکا له طالبانو غوښتي دي چې د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي، د هغوی آزادي دې تامین کړي او د طالبانو له لیکو بهر افغانان دې هم په حکومت کې ورګډ کړي.

د دې سرچینې څرګندونې دا ښيي چې واشنګټن په ټیټه کچه د بې پایلې مذاکراتو پرځای په لوړه کچه خبرو ملاتړ کوي، په دې تمه چې محدودیتونه به ختم شي او اړو خلکو ته به د مرستو رسول اسانه شي.

اړوند مطالب:کندهار ته د قطر د لومړي وزیر سفر، قطر له طالبانو څه غواړي؟

سپینې ماڼۍ په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفير په دې اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

طالبانو هم په دې اړه د نظر ورکولو له پاره ځواب نه دی ویلی.

د بشري بحران په اړه خبرې

د دې سرچینې په وینا، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او هیبت الله آخندزاده د بشري بحران د هوارولو پر هلو ځلو هم بحث کړی دی.

ملګري ملتونه وايي نیږدې درې پر څلور برخه افغانان چې شاوخوا ۴۰ میلیونه آټکل شوي مرستو ته اړتیا لري او دغه سازمان خبرداری ورکړی چې مرستې هم د کمېدو په حال کې دي.

دې سرچینې وویل د قطر لومړي وزیر له آخندزاده سره په خبرو کې له ترهګری سره د مبارزې په اړه د طالبانو د هلو ځلو موضوع مطرح کړه چې ښکاره اشاره یې د داعش ډلې ځپلو ته وه.

اړوند مطالب:قطر له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو حقونه دې مراعات کړي

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې په عینی حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی، هماغه ورځ په کندهار کې د دې ډلې له رئیس الوزرا سره ډاګیزه کتنه وکړه، خو هیڅ لوري له ملاهبت الله سره د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.