1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعده جنګیاليو او طالبانو تر منځ ارتباط څه دی؟

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

ملګرو ملتونو یو وار بیا د طالبانو په ډله کې د القاعده جنګیالیو د شتون په اړه خبرداری ورکړی. خو ایا طالبان اوس هم خپلو لیکو کې د القاعده جنګیالیو ته ځای ورکوي؟

https://p.dw.com/p/3kgwG
Afghanistan Taliban Kämpfer Waffe
آرشيفانځور: STR/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې یوه همغږونکي، ادمون فیتون، ویلي چې القاعده لاهم خپلې پوځي او روزنیزې چارې له طالبانو سره په ګډه ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې، سره له دې چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره اړیکې پرې کوي، خو دا ډله لاهم له القاعده سره اړیکې پالي.افغان کتونکي دې مسلې ته له بیلابیلو زاویو ګوري.

د طالبانو په سیمو کې د القاعده جنګیالیو شتون

سیاسي شنونکي محب الله زهیر دویچه ویله ته وویل، تراوسه هم داسې نښې نښانې نه دي موندل شوي چې طالبانو دې القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړې وي.

ښاغلي زهیر څه موده وړاندې د غزني په اندړو کې د القاعده شبکې د یوه مشر وژلو ته اشاره وکړه:

«ابولحسن المصري د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې لومړی درجه مشر ؤ. دی د غزني د اندړو په هغه سیمه کې ووژل شو چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.»

زهیر وايي، طالبان هڅه کوي چې القاعده سره خپلې اړیکې پټې وساتي، خو شرایطو ته په کتو دا ډله نه شي کولای چې د القاعده او نورو ډلو سره په پټه اړیکي وپالي.

ده وویل، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې تر ۴۰۰ پورې د القاعده جنګیاليو د شتون رپوټونه اوس هم شته.

د دوحې تړون ته د طالبانو ژمنتیا

خو د پوهنتون استاد ذاکر جلالي بیا د فبرورۍ پر ۲۸مه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د دې ډلې او القاعده ترمنځ د اړیکو رپوټونه بې بنسټه بولي. ده دویچه ویله ته وویل:

«د طالبانو او القاعده اړیکې دي او بل د القاعده د جنګیالیو شتون دی، ښايي طالبان ورسره اړیکي ولري. خو له ۲۰۰۵ کال راوروسته د طالبانو جنګي تګلاره دا ده چې یواځې طالب جنګیالي به دا جګړه پرمخ وړي.»

ښاغلی جلالي زیاتوي چې د طالبانو په لیکو کې د القاعده جنګیالیو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو ډیری مالوماتي سرچینې حکومتي دي، نو ځکه يې مالومات هم ښايي کره نه وي.

«که د دوحي هوکړه لیک په نظر کې ونیسو، هلته واضح بحث دا دی چې طالبان به داسې ډلو او افرادو ته ځای نه ورکوي چې د افغانستان جغرافیه د امریکا او د امریکا د متحدینو د ګټو په خلاف وکاروي چې زه فکر کوم طالبان دغه بحث ته ژمن دي.»

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو وروستي خبرداري ته غبرګون نه دی ښودلی، خو افغان حکومت تل ټینګار کړی چې دا ډله د سولې خبرو ته ژمنتیا نه لري.

سیاسي شنونکي فهیم صدیقي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړیکو په اړه وروستي خبرداري افغانان اندېښمن کړي.

«که چېرې مونږ د دې شاهد اووسو چې د سولې بهیر پرمخ ولاړ شي، طالبان او حکومت هوکړې ته ورسیږي خو نورې ډلې شته چې د افغانستان، سیمي او نړۍ هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښوي او ددغو ډلو ریښه به هم افغانستان کې وي. چې دا لویه اندېښنه ده.»

دغه امریکا میشتی افغان شنونکی هم پردې باور دی چې اسناد او شواهد په ډاګه کوي چې القاعده او طالبان لاهم خپل منځي اړیکي پالي.

په دوحه کې وروستی حال

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت پلاوي لاهم د خبرو د رسمي پيل لپاره د یوې کړنلارې په جوړولو نه دي توانیدلي.

وروستي رپوټونه وايي، چې ددې کړکیچ د حل لپاره اوس د قطر حکومت غواړي منځګړتوب وکړي.

تردې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې د سیاسي جوړجاړي لپاره اوسنی فرصت به د تل لپاره نه وي.

اسماعیل شاکر – کابل