1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې پاکستانی بم جوړونکی په افغانستان کې وژل شوی

۱۳۹۹ آبان ۲۰, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي چې يو پاکستانی بم جوړونکی چې له القاعدې شبکې سره تر يوځای کيدو د مخه یې طالبان روزل، د افغانستان په لويديځ کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3l6cE
Afghanistan Armee in der Nähe von Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

د فرانسې خبري آژانس د افغانستان د ملي امنيت ادارې له قوله ويلي دي چې د محمد حنيف په نوم دغه تن د القاعدې د هندوستان د څانگې د مشر عاصم عمر، سره نزدې اړيکي درلودلې. عاصم عمر هم په ۲۰۱۹م کال کې د افغان او امريکايي ځواکونو په گډو عملياتو کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې له خوا ويل شوي دي چې حنيف چې په اصل کې د پاکستان د کراچۍ ښار اوسيدونکی دی، له «طالبانو سره یې نزدې اړيکي» درلودلې او د موټر بم او نورو پرمختللو چاوديدونکو توکو د جوړولو په برخه کې یې وسله والو طالبانو ته روزنه ورکوله.

د ملي امنيت ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی د القاعدې دغه مشر په فراه ولايت کې د عملياتو پر مهال وژلی دی چیرته چې نوموړي ته طالبانو پناه ورکړې وه.

زياته شوې ده چې نوموړی لومړی د طالبانو غړی وو خو بيا په ۲۰۱۰ م کال کې له القاعدې سره يوځای شو.

چارواکي تل پر طالبانو د القاعدې شبکې سره چې په امريکا متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې د بريدونو پړه پرې اچول کيږي، د اړيکو درلودو تور لگوي.

د ملي امنيت له خوا زياته شوې چې د محمد حنيف د نيولو د عملیاتو پر وخت دوه پاکستانۍ ښځې هم نيول شوي دي. خو دغه ادارې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. 

طالبانو هم د دې رپوټ تر خپریدو پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د القاعدې دا غړی په داسې حال کې وژل کيږي چې څو ورځې تر دمخه د همدې ډلې يو بل لوړ پوړې غړي ابو المحسن المصري هم د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو. 

د طالبانو له خوا د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن ته د پناه ورکول د دې باعث شوه چې په ۲۰۰۱ م کال کې امريکا متحده ايالات افغانستان ته ننوځي.

اوس ۱۹ کاله وروسته وسله والو طالبانو د امريکا متحده ایالاتو سره د يوه تړون په ترڅ کې دې ته غاړه کيښوده چې د افغانستان خاوره به نوره د القاعدې په گډون د ترهگرو ډلو له خوا ونه کارول شي. د دې په بدل کې به امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.

دمگړۍ د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو استازي هم د سولې د خبرو اترو په موخه راټول شوي خو تر اوسه د خبرو اترو په اجنډا توافق نه دی شوی او دغه خبرې د ځنډ ښکار دي.