1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانګړو ځواکونو لوګر کې ۲۲ تنه د طالبانو له زندانه آزاد کړي

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

د افغانستان دفاع وزارت ويلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه ۷ تنه افغان امنيتي ځواکونه او ۱۵ ملکي کسان لوګر کې د طالبانو له یوه زندانه آزاد کړي دي. زياته شوې چې آزاد شوي ملکيان ټول د همدې سيمې دي.

https://p.dw.com/p/3oQ29
Afghanistan Bombenexplosion in Kabul
انځور: picture-alliance/Xinhua/Mohammad

دفاع وزارت نن، سه شنبه (د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۲۶ مه نیټه) ویلي دي چې دغه عملیات د لوګر په چرخ ولسوالۍ کې شوي چې په ترڅ کې یې درې تنه طابان نیول شوي او ځینې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وزارت په دې اړه معلومات نه دي ورکړې چې دغه کسان څومره وخت له طالبانو سره بنديان ول.

د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې په لوګر ولایت کې یې ۱۴ تنه طالبان هغه مهال ووژل چې د ولایت مرکز ته نیږدې سیمه کې راټول شوي وو او په ځینو سیمو یې د برید هدف درلوده.

د دغه وزارت په وینا چې ځانګړو ځواکونو له وړاندې خپل بریدونه پیل کړل او ۱۴ تنه یې ووژل. طالبانو بيا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده موضوغځانگړي ځواکونه: د طالبانو له يوه زندانه ۶۱ بنديان آزاد سوي

دفاع وزارت تیره پنجشنبه هم اعلان کړی وو چې ځانګړو ځواکونو په هلمند کې ۲۷ تنه له بند څخه آزاد کړي دي.  وزارت هغه مهال ویلي ول چې خوشې شوي کسان  پرته له یوه پخواني پوځي نور ټول عام وګړي وو. د افغانستان دفاع وزارت د مرغومي په ۲۵ نیټه هم د طالبانو له زندانه د یوه پولیس په ګډون د ۱۳ تنو د آزادولو خبر ورکړی وو. 

په قطر کې د افغان پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې پر خبرو سربيره هم په افغانستان کې د جگړې ډگر دود دی.

ز.ن / ب. ص (پروانه غلي زاده)