شخړيآسیا
په قطر کې د سولې خبرو اترو پر وړاندې یو لوی خنډ له منځه تللی
۱۳۹۹ مهر ۱۵, سهشنبهاعلان
سرچینو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیانو د امریکايي چارواکو په مرسته پر ۱۹ قواعدو توافق کړی دی چې له مخې به یې د دواړو اړخونو تر منځ خبرې اترې پر مخ ځي.
د افغان او طالب مرکچیانو تر منځ خبرې اترې تیره میاشت په قطر کې پیل شوې چې هدف یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له پاره د یوې سیاسي حل لارې موندل دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په قطر کې د افغان حکومت له پلاوي سره لیدلي دي. که څه هم یو سیاسي جوړجاړي ته د رسیدو له پاره لا هم یوه اوږده او له خنډونو ډکه لاره په مخ کې پرته ده، خو وروستی توافق لږ تر لږه د افغانستان پر شخړې باندې ریښتنو خبرو اترو ته لار هواروي.
ms/sr (Reuters)