1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

تخار: د طالبانو په برید کې امنيتي ځواکونو ته سخت تلفات اوښتي

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

د تخار ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو په برید کې د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي په ګډون لږ تر لږه ۳۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. ځینې چارواکي بیا د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړ ښيي او د ۴۲ کسانو د وژلو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3kEMQ
Karte Afghanistan Provinz Takhar Deutsch
انځور: DW

د تخار ولایت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په برید کې د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي په ګډون لږ تر لږه ۳۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په عین حال کې ځینې چارواکي بیا د تلفاتو شمیر تر دې هم ډیر لوړ ښيي او وايي چې په دې پیښه کې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د اکتوبر۲۱مه نیټه) د تخار ولایت چارواکو وویل چې تيره شپه د طالبانو په یوه برید کې د دې ولایت د امنیت د آمر راز محمد دوراندیش په ګډون ۳۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. ځینې ځايي سیاستوال بیا د تلفاتو شمیر ان ۴۲ کسان ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار د امنیه قومانانۍ ویاند خلیل اسیر له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې پیښه پرون د شپې شاوخوا ۲:۳۰ بجې د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د اسیر په خبره، په دې پیښه کې د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي. د اسیر په خبره، ښايي په تلفاتو کې تغیر راشي او دا چې د پیښې له ځایه لا هم جسدونه نه دي انتقال شوي.

Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Imago/Xinhua

د تخار چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په داسې حال کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې دوی د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې په څو ودانیو کې ویده ول. تخار په دې وروستیو کې د نا امنیو شاهد دی او د دې ولایت د ټولو ۱۶ ولسوالیو په ۱۱ کې یې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ وخت نا وخت شخړې رامنځ ته کیږي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند په دې پیښه کې طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په هکله هم ناخبري وښوده.  ‌طالبانو هم تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې او جګړې داسې مهال شدت مومي، چې همدا اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پر څرنګوالي باندې خبرې روانې دي، داسې مذاکرات چې تراوسه پورې یې کومه پایله نه ده لرلې.