1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان د افغان احتمالي مهاجرو له پاره کمپ جوړ کړی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲, جمعه

تاجیکستاني چاواکي وايي چې د افغانستان احتمالي کډوالو د ورتګ له پاره یې چمتووالی نیولی او یو موقتي کمپ یې جوړ کړی دی. د دغې کمېټې ویاندې دویچه ویله ته وویل چې یاد کمپ د اوبو او برېښنا په څیر پر اسانتیاوو سمبال دی.

https://p.dw.com/p/4AI1S
Tadschikistan Grenze Tadschikistan und Afghanistan
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د تاجیکستان د بيړنيو حالاتو کمیټې د دغه هیواد د حکومت په امر د افغان کډوالو د ورتګ له پاره تیاری نیولی او د افغانستان او تاجیکستان پولې ته څیرمه یې یو موقتي کمپ جوړ کړی دی.

د تاجیکستان د بیړنیو حالاتو د کمېټې ویاندې حمیده یوسفي، دویچه ویله ته وویل چې یاد کمپ د تاجیکستان په سویلي خوا کې له افغانستان سره پولې ته نږدې سیمه کې موقعیت لري: «دا کمپ ۶۴خېمې لري او د برېښنا، اوبو، حمام او پخلنځي په څیر اسانتیاوو باندې مجهز شوی دی.»

د یادې کمېټې ویانده زیاتوي چې د مهاجرو له پاره یاد کمپ د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ، آغا خان بنسټ او یونیسف ادارې په مرسته جوړ شوی دی.

د نوموړې په خبره دا کمپ د افغانستان د هغو احتمالي کډوالو له پاره په دغه سیمه کې جوړ شوی چې د طبیعي پيښو په پایله کې ورته زیان اوړي.

د تاجیکستان د بیړنیو حالاتو د کمېټې ویاندې زیاته کړې: «د دغه کمپ په جوړېدو سره، د پولې بلې خوا ته د کومې طبیعي پېښې د رامنځته کېدو په وخت کې موږ دا امکان لرو چې د ګاونډي هېواد مهاجر ومنو.»

اوسمهال د دغه کمپ ودانېزې چارې په ځانګړې توګه د برېښنا او اوبو د خدماتو د فعالولو کار دوام لري، خو تراوسه پورې پکې مهاجر نه شته.

د افغانستان یو شمېر دیپلوماتانو په اوسني شرایطو کې د تاجیکستان له دغه اقدام څخه هرکلی کړی.

په تاجیکستان کې د افغانستان پخواني دیپلومات فهیم کوهدامني، دویچه وله ته وویل چې د وروستيو تحولاتو دمخه، تاجیکستان د ۱۰ زره افغان مهاجرو کوربه وو چې زیاتره یې د دوشنبه ښار اطرافو کې د «شهرک وحدت» او د دغه هېواد په سرحدي سېمو کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، تاجیکستان کې د افغان کډوالو شمېر زیات شوی خو د کره شمېر په هکله یې معلومات نه شته.

کوهدامني له افغان مهاجرو سره د تاجیکستان حکومت د چلند په اړه وایي: «هغه اسانتیاوې چې په ځانګړي توګه د زده کړو، پوهنتونونو او روغتیا په برخه کې د افغان مهاجرو له پاره برابرې شوې، هغه ډول دي لکه د تاجیکستان د اوسېدونکو په شان. آن د کډوالو له ډلې څخه هغه کسان چې په پوهنتونونو کې شاملیږي، د تاجیکستان د اوسېدونکو په پرتله ورته ۲۵ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.«

پر دې سربېره هم کوهدامني زیاتوي چې د مهاجرت ژوند له ستونزو ډک ژوند دی او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري په تاجیکستان کې ډېر فعالیتونه نه لري چې له دوی سره مرسته وکړي.

تر دې دمخه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غوښتنې وو چې د افغان مهاجرو له پاره خپلو هېوادونو کې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

د تیر میلادي کال د اګست په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د پخواني حکومت یو شمیر امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه تاجیکستان او ازبکستان ته تښتېدلي وو. خو دا لا معلومه نه ده چې اوسمهال په تاجیکستان کې څومره افغان مهاجر ژوند کوي.