1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او سوريې د اړيکو ښه کېدو ضد لاريون

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

د سوريې په شمال کې په زرونو تنو د ترکيې او سوريې د مشرتابه د بېرته نژدې کېدو ضد مظاهرې کړې دي. دغه احتجاجونه د ادليب او حلب په شاوخوا کې وشول.

https://p.dw.com/p/4LqqW
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: Anas Alkharboutli/dpa/picture alliance

د ادليب او حلب شاوخوا پرتې سيمې د سوريې د حکومت تر واکمنۍ لاندې نه دي. هلته ډېر خلک ترکیې ته د ساتونکي ځواک په سترګه ګوري. لاريون کوونکو د شعارونو او بېنرونو له لارې د سوريې او ترکيې د حکومتونو د بېرته پخلا کېدو پر ضد موقف خپل کړ. يوه ګډونوال د آلمان خبري آژانس ته وويل چې »زه وشړل شوم او خپل درې ماشومان مې د رژيم په زندانونو کې له لاسه ورکړل.«خیریه سازمان: په سوریه کي مایوسي او ځان وژني

تر اوږدو سړو اړیکو وروسته يوه اوونۍ مخکې د ترکيې او سوريې د دفاع وزيرانو په مسکو کې سره وليدل څو په جګړه ځپلې سوريه کې د حل يوه لاره پيدا کړي. په دغو خبرو کې د روسیې د دفاع وزير، سرګي شويګو هم ګډون وکړ. 

روسيه د سوريې په کورنۍ جګړه کې له ولسمشر بشار الاسد څخه ملاتړ کوي، خو ترکيه د ياغيانو په طرف ولاړه ده. انقرې له دمشق سره ديپلوماتيکې اړيکې شلولې وې، خو په دې وروستيو کې يې د بېرته نژدې کېدو پلويتوب کړی و. ولسمشر رجب طيب اردوغان حتی له اسد سره ليده کاته هم رد کړي نه دي چې په پخوا وختو کې يې ورته د »قاتل« خطاب کاوه.د سوریې، روسیې او ترکیې د دفاع وزیرانو په مسکو کې سره لیدلي دي

اردوغان په کور دننه تر فشار لاندې دی، ځکه چې په ترکيه کې د سوريايي کډوالو په وړاندې د خلکو احساسات راپارېدلي او ډېر منفي شوي دي. دا مهال تقريبا ۳،۷ ميليونه سوريايان په ترکيه کې ژوند کوي. انقره غواړي چې دغه کسان بېرته خپل هېواد ته ولېږي. د ترکيې او روسيې د دفاع وزيرانو په حواله د مسکو په درې اړخيزو مذاکراتو کې کډوالي هم يوه اصلي موضوع وه.

تر کابو ۱۲ کاله کورنۍ جګړې وروسته د اسد حکومتي ځواکونه تقريبا دوه په درې برخې د سوريې خاوره تر کنترول لاندې لري. د سوريې واکمن اسد د روسيې تر څنګ له ايران څخه هم ملاتړ تر لاسه کوي. ترکيې په ورته وخت کې د سوريې په شمال کې يو څو سيمې نيولې دي.

آ./ن.ص./ا.ا.