په سوريه کې ياغيانو نوي حکومت ته په شکل ورکولو پېل کړی
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سهشنبهد سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد، لومړي وزير محمد جلالي، د ياغيانو په مشرتوب د «نجات يا ژغورنې حکومت» ته د واک پر سپارلو توافق کړی وو چې دمګړۍ د سوریې په شمال لوېديځ کې د دوی له پاخه سنګر څخه پرمخ وړل کیږي.
د رويترز خبري آژانس په حواله د ياغیانو قوماندان احمد حسين شرع، چې د جګړې په ترڅ کې په غوره کړل شوي نوم ابو محمد الجولاني باندې پيژندل کیږي، له جلالي، او مرستیال ولسمشر فيصل مقداد، سره ليدلي څو د انتقالي دولت په اړه خبرې اترې ترسره کړي.
جلالي، په دې ترڅ کې وويل چې د انتقال پروسه به څو ورځې وخت ونيسي.
الجزيرې شبکې رپوټ ورکړی دی چې د انتقالي حکومت مشري به ښايي محمد البشير، وکړي چې دمګړۍ د نجات د حکومت مشر هم دی.
د وضعيت د نورمال کيدو د کوچنيو نخښو په ترڅ کې د سوریې بانکونه د سې شنبې په ورځ د سوداګريو له پاره پرانيستي ول او د دولت د تيلو وزارت له خپلو کارکوونکي وغوښتل چې بيرته کار ته ور ستانه شي.
د م. م. امنيت شورا د سوریې په اړه خبرې وکړې
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړيو هېوادونو په سوريه کې د يکشنبې په ورځد ولسمشر بشار الاسد، له پرځول کيدو وروسته د رامنځته شوي وضعيت په اړه بحث ترسره کړ.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفير واسيلي نیبنزيا، د مسکو له لوري رابلل شوې د دغې بيړنۍ غونډې وروسته وويل: «زما په آند شورا د سوریې د اتحاد او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې پر اړتيا لږه ډېره متحده وه څو د ملکيانو ساتنه تضمين شي او د دې ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې ورسېږي.»
نوموړي زياته کړه: «خو وګورئ هر څوک دې پېښو حيران کړي دي، د امنيت شورا د غړيو په ګډون، هر څوک. نو موږ بايد انتظار وکړو څو وګورو چې وضعيت کوم لوري ته ځي.»
روسیې له اوږدې مودې راهېسې د اسد، ملاتړ کاوه او له ۲۰۱۵م کال راهېسې یې د سوريه د حکومت له پوځي عملياتو سره په مستقيم ډول مرسته کوله.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ایالاتو د استازي مرستيال روبيرت ووډ، په دې منځ کې «له يو څه بې ثابته وضعيت» څخه خبره وکړه.
نوموړي وويل: «هیچا فکر نه وو کړی چې د سوریې ځواکونه به داسې په آسانۍ سقوط وکړي.»
ووډ، يادونه کړه، «لکه څرنګه چې ټولو د سوریې د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ته د درناوي د اړتيا خبره وکړه او د بشري وضعيت په اړه انديښنه لري،» چې دا د دې ښکاروندي کوي چې پر يوې ګډې اعلامیې کار روان دی.
نوموړي وويل: «داسې اراده ليدل کيږي چې شورا د سوریې د وضعيت په تړاو په يوه خوله خبره وکړي.»
په ملګرو ملتونو کې د چين سفير فو کونګ، د شورا تر غونډې وروسته وويل چې «د وضعيت باثباته کيدو ته اړتيا ده او يوه ټول شموله سياسي پروسه بايد وي. پر دې سربیره ترهګر ځواکونه باید بيا را ژوندي نه شي.»
په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفير قصي الضحاک، خبريالانو ته وويل چې د هغه ديپلوماتيک ماموريت او په بهر کې د سوریې ټولو سفارتونو ته لارښوونه شوې ده چې خپلو دندو ته ادامه ورکړي او د انتقال په دوره کې دولتي تاسيسات فعال وساتي.
نوموړي د دې په اضافه کولو سره چې د بشار الاسد له خوا غوره شوی د بهرنیو چار وزير بسام صباغ، اوس هم په دمشق کې دی، وويل: «اوس موږ نوي حکومت ته انتظار باسو خو په دې منځ کې مو له اوسني حکومت او مشرتابه سره خپل کار ته دوام ورکړی دی.»
الضحاک، د شورا دباندې خبريالانو ته وويل: «موږ د سوریې له خلکو سره يو. موږ به د سوریې د وګړو د حقونو دفاع او د هغوی له پاره کار ته دوام ورکړو. نو موږ به تر بل امر پورې خپل کار ته ادامه ورکړو.»