1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

سویډن غواړي پخپله خوښه ستنېدونکي مهاجر ته ۳۴ زره ډالر ورکړي

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د سویډن حکومت په پام کې لري هغو مهاجرو ته چې پخپله خوښه بيرته خپل هېواد ته ستنیږي، ۳۴ زره ډالر ورکړي. په سویډن کې تر دې دمخه هم بيرته ستنېدونکو مهاجرو ته پېسې ورکول کیدلې خو اندازه یې لږه وه.

https://p.dw.com/p/4kaSR
سويډن په دې وروستيو کې د مهاجرت په برخه کې تغيرات راوستلي
دا نوی پلان به له ۲۰۲۶م کال څخه عملي شيانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د سويډن حکومت غواړي چې هغو مهاجرو ته چې پخپله خوښه بيرته خپلو هېوادونو ته ستنیږي، د ورکوونکو پېسو اندازه لوړه کړي. حکومت د پنجشنبې په ورځ وويل چې له ۲۰۲۶م کال څخه د تر ۳۵ زرو کرونو پورې چې ۳۰ زره او ۷۰۰ یورو يا ۳۴ زره ډالر کیږي، ورکړه په نظر کې لري.

د سويډن د مهاجرت وزير يوهان فورسېل، وويل: «موږ د مهاجرت د خپل سیاست په برخه کې د فکر د تغير په حال کې يو.»

دمګړۍ په خپله خوښه ستنېدونکي مهاجر کولی شي د يوه لوی کس پر سر کابو ۸۸۰ يورو او يوه ماشوم پر سر ۴۴۰ يورو ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د کورنۍ پر سر بيا دغه مبلغ کابو ۳۵۰۰ يورو کیږي.

د سویډن د ډېر ښی اړخي سويډن ديموکراتانو له ګوند څخه لودوګ اسپلنګ، وويل په خپله خوښه بيرته خپل هېواد ته د ستنېدونکو کسانو ته له ۱۹۸۴م کال راهېسې د تشويق په توګه پېسې ورکول کيږي خو دا لاره نستباً لږه څرګنده ده او «د لږو کسانو له خوا ترې استفاده شوې ده.»

نوموړي وويل چې د مبلغ له زياتولو سره په دې برخه کې تغير رامنځته شي.

د پېسو د ډېرولو دا پلان په داسې حال کې تصويب شوی دی چې د حکومت له خوا په تېره میاشت کې په پيل شوې يوه څيړنه کې د پېسو د اندازې له لوړولو څخه د صرف نظر سپارښتنه شوې وه ځکه چې د دې طرحې موثريت به په هغه اندازه نه وي چې بالقوه لګښتونه توجيه کړي.

د سویډن مخافطه پال لومړي وزير اولف کرستنسون، په ۲۰۲۲م کال کې واک ته د رسېدو پر مهال ژمنه کړې وه چې د مهاجرو شمير به راکم کړي او په هېواد کې به د جنایت پر ضد مبارزه وکړي.

د نوموړي اقليتي حکومت د سويډن ديموکراتانو ګوند له خوا چې په پارلماني ټاکنو کې د ۲۰،۵ سلنه رايو په اخیستو سره د دويم ستر سياسي ځواک په توګه راڅرګند شوی وو، ملاتړ کيږي.

سویډن له ۱۹۹۰مې لسیزې راهېسې د مهاجرو ډېر لوی شمیر ته پناه ورکړې ده چې ډيری یې له جګړو او بحران ځپلو سيمو لکه د پخوانۍ يوګوسلاويه، سوريې، افغانستان، سوماليا، ايران او عراق څخه دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د افغان مهاجر د اخراج مخنيونکې سويډنۍ د خپل اعتراض دفاع کوي