1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په سويډن کې پر عامو خلکو بريد چا کړی دی؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د سويډن په سويل کې په يوه شخړيزه نښته کې يوه کس ۷ کسان ټپيان کړي چې د چارواکو له خوا د درو تنو روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوی دی. ځينو سويډني رسنيو ويلي دي چې حمله کوونکی يو ۲۲ کلن افغان دی. خو پوليسو څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/3qCrS
Schweden Schießerei in Malmö
د سويډن پولیس - د آرشيف انځورانځور: Reuters/TT NEWS AGENCY/J. Nilsson

د آلمان خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) له ستاکهولم څخه د پولیسو او روغتيايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د ټپیانو له ډلې څخه د درو تنو حالت د انديښنې وړ دی.

پولیس زياتوي چې د دوی څيړنې ښيي چې دغه حمله د وژنې په مقصد ترسره شوې او دوی پر تحقیقاتو بوخت دي چې آیا احتمالاً تروریستي انګیزه هم لري که نه. تورن کس چې عمر يې شاوخوا ۲۰ کاله ښودل شوی د پولیسو په ډزو ټپي او بیا نیول شوی دی. د هغه د نيولو پيښه د سويډن په سويل کې د ويتلاندا په نوم د يوه کوچني ښار په مرکز کې رامنځته شوې ده.

د «ستهاکولم ډيلې ايکسپريس» او د سويډن تلويزيون (SVT) رپوټ ورکړی دی چې حمله کوونکی ۲۲ کاله عمر لري او د افغانستان دی. په دې ترتيب په دغې پيښېه کې د تورن کس په ګډون ټول ۸ کسان ټپیان شوي دي.

د ځایي پولیسو يوه افسر جوناس لیندل وویل چې تورن کس تر دې وړاندې هم په مکررو سپکو جرمونو پيژندل شوی وو.

د یادو رسنيو په ګډون ځينو نورو سويډني رسنيو ويلي دي، چې پولیسو د پيښې په ورځ (چهارشنبه) په ويتلاندا کې د تورن کس د اوسیدو ځای تلاشي کړی دی.

پولیسو د تورن کس د هويت او د حملې د احتمالي انګيزې په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو دا يې ويلي چې حملې څو ځايه شوي دي. پولیسو دغه راز نه دي ويلي چې حمله کوونکي له کوم ډول وسلې څخه کار اخیستی، خو په رپوټونو کې ويل شوي چې دغه حمله د چړې په ذریعه شوې ده.

تورن کس د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوی، پولیسو يې په اړه ويلي چې د هغه ټپونه دومره جدي نه دی چې ژوند ته يې ګواښ وي.

د سويډن د کورنیو چارو وزير مایکل دامبرګ د سويډن تلويزيون ته وويل چې دا ډول پيښې په دې معنی دي چې پولیس يې باید د هغې د احتمالي تروريستې انګيزې په اړه تحقیقات وکړي. ځکه په وينا يې چې په سويډن کې لا هم د ملي تروريزم خبرداری موجود دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.