1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چسپکي بمونو تر شا څوک ولاړ دي؟

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

په موټرو پورې نښلول شوي بمونه د افغانانو د ترور تر ټولو نوې وسلې دي. خو د ځينو کسانو د نيول کېدو سربېره لا معلومه نه ده چې څوک يې تر شا ولاړ دي.

https://p.dw.com/p/3rDHx
Afghanistan | Ansvchläge in Kabul
انځور: picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/R. Gul

نښلوونکي يا چسپکي بمونه ډېر ساده وسايل دي چې په لږو پيسو سره د مستريانو په کارخونو کې جوړيږي. هغه د اورپکو او مجرمينو له خوا کاريږي څو خلک په هدفمن ډول ووژني. له يوه کال راهيسې په دوامداره توګه په کابل کې موټرونه په نښه کيږي چې د ښار په اوسېدونکو کې يې ويره خپره کړې ده.

کابل داسې يو ښار دی چې ډېر ټکانونه يې ليدلي دي او چې پکې ډېر ځانمرګي او وسله وال بريدونه شوي دي. خو د نښلوونکو بمونو استعمال ډېره سابقه نه لري. دغه خبره د کورنيو چارو پخوانی وزير، مسعود اندرابي کوي: «نوې خبره دا ده چې هغوی [بريدکوونکو] يوه ساده لاره غوره کړې ده.» نوموړي زياته کړه چې نښلوونکي بمونه په ۲۵ ډالرو سره ارزانه دي، په آسانۍ جوړېدای شي او په آسانۍ لېږدېدلی شي.

ځينې کسان په هدفمن ډول په نخښه کيږي، په داسې حال کې چې نور ښايي په تصادفي توګه په ګوته کيږي. د اندرابي په خبره د دې هدف دا دی چې ټول ولس وډار او پکې د ترهې احساس خپور کړل شي. يو لامل يې ښايي د عادي افغانانو په منځ کې د سولې په هڅو کې د باور کمول هم وي چې طالبان او حکومت يې پړه يو پر بل باندې اچوي.

په عادي صورت کې نښلوونکي بمونه داسې چاودېدونکي مواد لري چې په يوه دبلي کې ځای پر ځای وي، په دبلي پورې مقناطيس وي او بيا يوه ګرځنده تليفون ته اړتيا وي. د بمونو جوړونکی په تليفون کې يوه نومره دايروي چې وروستی عدد يې چاودنه رامنځ ته کوي.

تر دې دمه پورې هغه له اړونده موټر څخه فاصله هم نيولې وي. کله نا کله د موټر چلوونکي د پام اړولو له پاره يو ماشوم ورلېږل کيږي چې د پيسو تقاضا ورڅخه کوي. په دې ترڅ کې يې په موټر پورې بم نښلول کيږي.

په جنورۍ مياشت کې يو مستري د کابل په شاه شهيد سیمه کې ونيول شو. په دغه سيمه کې د موټرو د پرزو دکانونه څنګ پر څنګ پراته دي. ۳۰ کلن عبدالسميع په دې تورن وو چې په تازه جوړو شوو موټرو کې يې نښلونکي بمونه ځای پر ځای کړي ول.

د سميع دکان هم د پرزو په دغه کوڅه کې پروت وو. خو هغه اوس تړلی دی او لوحه يې هم لېرې کړل شوې ده. په شاه شهيد کې په ۲۰۱۵م کال کې يوه لويه لارۍ هم وچاودله چې ۱۵ تنه پکې مړه او تقريبا ۱۵۰ نور پکې ژوبل شول. په دغه سيمه کې د هغې زورورې چاودنې نښې لا ليدل کيږي. د دغې سيمې اکثره مستريان سميع پېژني چې د امنيتي ځواکونو له خوا ورباندې په موټرو کې په تصادفي ډول د نښلوونکو بمونو د لګولو تور پورې شوی دی.

مسعود هغه بل مستري دی چې نه غواړي چې د امنيتي ځواکونو پام ورته واوړي. د هغه په خبره «موږ هيڅ نه پوهېدلو چې هغه له نښلوونکو بمونو سره کار لاره.»

په دغه سيمه کې اوس امنيتي ځواکونه کلکه څارنه کوي او له مستريانو څخه پوښتنې ګروېږنې هم دوام لري. له دې کبله مسعود هم ډېر جزئيات نه ورکوي. خو نوموړی وايي چې «موږ تر اوسه نه پوهيږو چې آيا هغه دا کارونه کول. امنيتي چارواکي راغلل او هغه يې ونيو. خو موږ هيڅ نه پوهېږو چې آيا هغه کوم غلط کار کړی دی، که نه.»

Afganistan | Schießkugelschreiber | Beschlagnahmung durch Polizei in Kabul
په افغانستان کې د قلمونو په واسطه هم بريدونه تر سره کيږي چې جوړولو دغه مواد يې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.انځور: Afghanistan's Ministry of Interior Affairs/AFP

د نښلوونکو بمونو په واسطه خبريالان، څارنوالان او د مدني ټولنې غړي په نښه شول. د کورنيو چارو پخواني وزير، اندرابي يې پړه پر طالبانو واچوله، خو هغوی بيا امنيتي ځواکونو ته ګوته نيسي او وايي چې هغوی خپله دا کار کوي څو طالبان بدنامه او د سولې خبرو ته خنډ جوړ کړي او په قدرت کې پاته شي.

له بلې خوا د اسلامي دولت يا داعش ډلې هم د ډېرو بريدونو مسؤليت منلی دی، په ځانګړي ډول کله چې به د قضايي دستګاه او مدني ټولنې غړي په نښه شول. د ملي امنيت پخوانی مشر، رحمت الله نبيل وايي چې مستريان «ايديالوژيک نه دي. کله مستريان غريب وي يا حتی ګواښ ورته کيږي.»

مسعود چې خپله مستري دی، وايي چې د هر نوي مشتري سره يې ويره هم تړلې وي. د هغه په خبره «هر کله چې چلوونکی خپل موټر د جوړولو له پاره راکړي، زه ويره لرم چې يو نښلوونکی بم به پکې وي.»

د هغه په خبره اندېښنه يې دا ده چې په دې تور به زندان ته ولويږي چې ګويا دغه چاودېدونکي مواد يې پکې ځای پر خای کړي دي.

په کابل کې د ټکسي يو چلونکی، دل آغا بيا وايي چې هغه له ماشومانو او سوالګرو څخه ويره لري چې د موټرو تر څنګ تېريږي. هغه همداراز هڅه کوي چې له حکومتي موټرو څخه لېرې پاته شي چې کېدای شي بريد ورباندې تر سره شي. دل آغا وايي چې «موږ له هر چا څخه ويره لرو، د سړک پر سر ماشومانو او سوالګرو څخه چې ښايي زموږ پر موټر پورې بم ونښلوي، په تېره د ښار د ګڼې ګوڼې په برخو کې.»