1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

امریکا او بریتانیي طالبان د ملکي وګړو پر وژنه تورن کړي دي

۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

امریکا او بریتانیي تور لګولی دی چې طالبان د پاکستان پولي ته نږدې په دې وروستیو کې تر خپل کنترول لاندې راوستل شوي ولسوالۍ کې « قتل عام» کوي.

https://p.dw.com/p/3ySbZ
Afghanistan Konflikt Taliban Terrorismus
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images

په داسې یو وخت کې چې افغان امنیتي ځواکونونه پر یو تر ټولو لوی ښار د طالبانو د کنترول ترلاسه کولو له پاره د مقاومت په حال کې دي، امریکا او بریتانیي تور لګولی دی چې طالبانو له پاکستان سره په سرحد کې تر خپل کنترول لاندې راوستل شوي ولسوالۍ سپين بولدک کې په قتل عام لاس پورې کړي دی.

د شنبې او یکشنبې په ورځو کې تر شدیدې جګړې وروسته چې له امله یي په زرګونو خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شول، طالبانو د دریو ولایتونو پر مرکزونو لښکرګاه، کندهار او هرات سخت بریدونه کړي دي.

څو ساعته وروسته له هغې چې حکومت لښکرګاه ته د لسګونو کوماندویي ځواکونو د استولو اعلان وکړ، طالبانو د دغه ښار د خریدارۍ پر مرکز او زندان برید وکړ.

«امریکا د خرابیدونکي وضعیت مسئوله ده»

شل کاله په افغانستان کې تر پاتې کیدو وروسته د می په اوایلو کې د امریکا د رهبرۍ له خوا له دغه جګړه ځپلي هیواد څخه په بشپړ ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو تر اعلان وروسته، جګړې لا زور واخیست.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هیواد کې د خرابیدونکي امنیتي وضعیت پړه پر امریکا ور اچوي.

Afghanistan Präsident Ashraf Ghani
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنيانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

ولسمشر غني ملي شورا ته د وینا پر مهال د بهرنیو ځواکونو وتلو په ارتباط وویل: «د موجوده وضعیت رامنځته کیدو لامل دا دی چې دغه پریکړه په ناڅاپي ډول وشوه.» محمد اشرف غني وویل چې هغه امریکا ته خبرداری ورکړی وو چې د پوځونو ایستل به ناوړ پایلې ولري.

د افغانستان ولسمشر په داسې یو وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې واشنګټن په دغه هیواد کې د مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي په پام کې نیولو سره د زرګونو افغان پناه غوښتونکو منلو ته تیاری ښودلی دی. په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې په تیرو کلونو کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی.

واشنګټن لا پخوا د هغو په ززګونو افغان ژباړونکو او د هغو د کورنیو د ایستلو کار پيل کړی دی چې په تیرو لسیزو کې یې د امریکا له پوځ او یا هم دیپلوماتیکو نمایندګیو له پاره خدمات ترسره کړي دي.

پر طالبانو د جنګي جرایمو تورونه

امریکا او بریتانیي د دوشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۲ نیټه) پر طالبانو تور ولګاوه چې تیره میلادي میاشت یې له پاکستان سره په پوله د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیولو وروسته چې کوم ډول ظلمونه وکړل، هغه د «جنګي جنایتونو» په کتار کې راځي.

د امریکا او بریتانیي له خوا دغه اعلامیه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون تر هغه رپوټ وروسته خپریږي چې په کې ویل شوي وو چې طالب جنګیالیو په سپين بولدک کې غچ اخیستونکي وژنې کړي دي.

Kandahar Taliban Gefechte
په کندهار او هرات کې هم د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه دهانځور: Danish Siddiqui/REUTERS

 
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل رپوټ کې ویلي: «طالبانو د اوسنیو او پخوانیو حکومتي کارکوونکو تر تثبیت وروسته د هغو پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات کړي دي. دوی داسې کسان هم وژلي کوم چې په جګړې کې هیڅ ښکیل نه وو.»

د امریکا او بریتانیي سفارتونو په خپلو جلاجلا تویتري پيغامونو کې ویلي دي چې د قتل دغه پيښې «د جنکي جرایمو مترادف دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن هم د دغې جګړې پر رهبري کونکو انتقاد وکړ او وویل چې دغه خبرونه: «ډیر پریشانه کونکي او د نه منلو وړ دي.»

بلېنکن زیاته کړه: طالبان چې په نړیواله کچه د په رسمیت پيژندل کیدو غوښتونکي دي، له دې ډول زور زیاتیو له امله دا نه شي ممکن کیدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس هم وویل چې د طالبانو له بریدونو څخه دا څرګندیږي چې «دوی انساني ژوند ته هیڅ ډول درناوی نه لري. که دوی واقعاً په مخلصانه ډول د خبرو اترو له لارې د مسئلې حل غواړې، نو باید داسې وحشیانه بریدونه ودروي.»

په همدې منځ کې طالبانو پر لښکرګاه ښار خپل فشار زیات کړی دی. کارپوهان وایي چې که طالبانو دغه ښار ونيوه نو دا به د حکومت له پاره په پوځي او روانې توګه یوه لویه ضربه وي. په کندهار او هرات ولایتونو کې هم سخته جګړه روانه ده. 

د افغانستان د چارو کارپوه نشانک موتواني وایي: «که د افغانستان لوی ښارونه سقوط شي.... نو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو امریکایي پریکړه به، د امریکا د خارجي سیاست په برخه کې د تر ټولو لویې دفاعې تیروتنې په توګه په یاد وساتل شي.»

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص