1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسيال ديموکرات ګوند «تاريخي» ماتې خوړلې

۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبه

د سوسيال ديموکرات ګوند عمومي مشر فريدرش میرڅ، او د هغه مسيحي ديموکرات ګوند ته د بريا مبارکي ورکړې او د خپل ګوند «تاريخي» ماته یې منلې ده.

https://p.dw.com/p/4qwem
اولاف شولڅ
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

تر هغه وروسته چې د آلمان د پارلماني ټاکنو لومړي نتايج اعلان شول، د سوسيال ديموکرات ګوند عمومي مشر ماتياس میرش، د آلمان «ای آر ډي» تلویزيون ته وويل: «دا يوه تاريخي ماته ده، نن په رښتيا يو تريخ ماښام دی.»

نوموړې دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې چې ګوند یې د لومړيو پايلو پر اساس یوازې ۱۶ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

نوموړي دا څه داسې خلاصه کړل: «دا روښانه ده چې دا ټاکنې په تېرو ۸ اونيو کې نه دي بايلل شوي.» هغه وويل  د سوسيال ديموکرات، زرغون ګوند او د آزاد دیموکرات ګوند ائتلافي حکومت چې د تېر کال په نوامبر مياشت کې د اقتصادي اصلاحاتو پر سر لانجې له کبله وپاشل شو، له څو کلونو راهېسې له ستونزو سره لاس او ګريوان وو چې اوس یې نتیجه څرګنده شوې ده.

میرش، په دې ترڅ کې وويل: «اوس لا نه شو ویلی چې څه ډول حکومت به جوړ شي او د سوسيال ديموکرات ګوند به تر کومې کچې وکولی شي او يا بايد حکومتي مسئوليت پر غاړه واخلي. میرڅ، د حکومت جوړولو ماموريت ترلاسه کړی او موږ باید انتظار وباسو او ووينو چې کوم ائتلافونه ممکن دي.»

د سوسیال ديموکرات ګوند صدراعظمۍ کانديد او برحاله صدراعظم اولاف شولڅ، هم خپل سيال فرېدرش ميرڅ، ته مبارکی ورکړه او د دې «ترخو پایلو» مسئوليت یې ومانه. 

شولڅ، د خپل ګوند له غړيو څخه د ټاکنیزې مبارزې له کبله مننه وکړه.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber