1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه غواړي په ۲۰۲۳م کال کې پر سپوږمۍ قدم کيږدي

۱۳۹۹ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سه شنبې په ورځ د لس کلن ملي فضايي پروګرام د پيلولو اعلان وکړ. د دې پروګرام په ترڅ کې سپوږمۍ ته د فضانوردانو استول او د يوه فضايي مرکز جوړول په نظر کې نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3p9WF
Türkei Raumfahrtprogramm | Erdogan
انځور: Turkish Presidency/AP Photo

اردوغان د فضايي پروګرام د اعلانولو پر وخت وويل: «انشاء الله موږ به پر سپوږمۍ قدم کښيږدو.» نوموړي زياته کړه: «د ۲۰۲۳م کال تر پای پورې به د نړيوالو په مرسته سپوږمۍ ته د ترکيې د جوړ شوي راکټ د رسيدو ننداره وکړي.»

اردوغان وويل چې دا به يوازې يو سياحتي سفر نه وي، بلکې د دې سفر له لارې موږ غواړو د خپلو راتلونکو نسلونو له پاره يوه نوې ساينسي لاره پرانيزو.»

ولسمشر د يوه فضايي مرکز د جوړولو او په ستېلايت تيکنالوژۍ کې د «ګلوبل برانډ» د جوړولو د پلان اعلان هم وکړ.

هغه وويل: «زه هیله مند يم دا پروژه به په نړيوال فضايي سيالۍ کې ترکيه د لومړي کتار په هېوادونو کې شامله کړي او موږ به په دې پروګرام کې بريالي کيږو.»

له ۲۰۱۸م کال راهيسې د فضانوردۍ په ډګر کې

ترکیې په ۲۰۱۸م کال د فضايي آژانس چارې پېل کړې. دا هغه وخت وو چې ترکیه له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ وه او له کبله پرې پر فضايي پروګرام د ډېر لګښت له کبله سختې نيوکې هم وشوې. خو د دې پروژې پلويان وايي چې له دې سره د هيواد ساينس پوهان او څيړونکي خپل په هيواد کې د څېړونو يوه موقع په لاس راوړي او نورو هيوادونو ته به يې د تللو مخه ونيوله شي.

اړونده موضوع: ناټو غواړي په آلمان کې فضايي مرکز جوړ کړي

اردوغان د دې پروژې د لګښت په اړه جزيات ور نه کړل. هغه تيره مياشت د «SpaceX» فضايي پروګرام د اجرايوي مشر الون مسک سره په دې اړه غږيدلي وو چې له ترکي شرکتونه سره د فضايي تخنيک په برخه کې همکاري وکړي.

ترکیې تېره مياشت د «SpaceX» په مرسته له امريکا څخه د «ترک سيت ۵ ای» په نوم ستېلايت هم فضا ته استولی وو.

اردوغان وويل چې د ملي فضايي پروګرام لومړی هدف د جمهوريت د سلمې کليزې پر وخت يعني  په ۲۰۲۳م کال کې پرسپوږمۍ قدم ايښوول دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه: