1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

جنوبي کوریا: د ولسمشر د نیول کیدو عملیات لغو شوي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس او اسوشیتید پریس
۱۴۰۳ دی ۱۴, جمعه

د جنوبي کوریا پلټونکو د حکومت پرضد د پاڅون په تور د ولسمشر یون سوک ییول د نیولو عملیات لغو کړي دي. د څو ساعتونو راهیسې د نوموړي استوګنځي مخې ته چارواکي راټول شوي ول څو هغه توقیف کړي خو دغه کار ونه شو.

https://p.dw.com/p/4onRu
د یونهاپ په نامه د جنوبي کوریا خبري آژانس ویلي چې د نوموړي استوګنځي ته د چارواکو په رسیدو سره مقاومت شوی دی چې له کبله یې د نیږدې شپږو ساعتونو له پاره د ولسمشر د نیول کیدو هڅې بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.
د جنوبي کوریا پلټونکو د حکومت پرضد د پاڅون په تور د ولسمشر یون سوک ییول د نیولو عملیات لغو کړي دي. انځور: Lee Jin-man/AP/dpa/picture alliance

د جنوبي کوریا پلټونکي ونه توانیدل چې د دې هیواد د ولسمشر یون سوک ییول د نیولو هغه دولتي فرمان عملي کړي چې له مخې یې د جنوبي کوریا چارواکو ته د نوموړي د نیول کیدو واک ورکړل شوی وو. چارواکي د یاد حکم د تطبیق له پاره څو ساعتونه د نوموړي د استوګنځي مخې ته راټول شوي ول، خو ونه توانیدل چې د نوموړي د نیول کیدو حکم عملي کړي.

د یونهاپ په نامه د جنوبي کوریا خبري آژانس ویلي چې د نوموړي استوګنځي ته د چارواکو په رسیدو سره مقاومت شوی دی چې له کبله یې د نیږدې شپږو ساعتونو له پاره د ولسمشر د نیول کیدو هڅې بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.

ویل شوي چې پلټونکي د سختو امنیتي خنډونو په تیریولو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل او د یونهاپ خبري آژانس راپور ورکړ چې د ولسمشرۍ د ودانۍ په دننه کې د نظامي قطعې لخوا د نوموړي د نیول کیدو هڅې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

وروسته له هغه چې پلټونکي وتوانیدل له امنیتي واحدونو څخه تیر شي، دوی د ولسمشر د امنیتي خدماتو له چارواکو سره مخ شول چې لاهم د جنوبي کوریا د استیضاح شوي ولسمشر ساتنه کوي او امنیت یې نیسي.

د جنوبي کوریا دغه استیضاح شوی ولسمشر د دسمبر مياشتي پر دریمه د مارشل لا یا نظامي حکومت د اعلان له کبله د جنايي تحقیقاتو لاندې دی چې له کبله یې دغه هیواد په سیاسي او د اساسي قانون کړکیچ ته داخل شوی دی.

د ولسمشر د نیول کیدو پر وړاندې مقاومت

د جنوبي کوریا د لوړ پوړو چارواکو له پاره ځانګړې د اداري فساد د تحقیقاتو دفتر یا د (CIO) چارواکو د ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د ولسمشر د نیولو عملیات ودرول او علت یې هم د خپلو کارمندانو خوندیتوب په ګوته کړی دی.

د جنوبي کوریا د لوړ پوړو چارواکو له پاره ځانګړې د اداري فساد د تحقیقاتو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل: «دا پریکړه وشو چې د وضعیت او مقاومت ته په کتو سره [د ولسمشر] د نیولو د امر اجرا کول په حقیقت کې ناممکن وو.»

د جنوبي کوریا د چارواکو په خبره، د ولسمشر د نیول کیدو پرمهال د نوموړي ساتونکو خنډونه جوړ کړي دي.
یوه چارواکي زیاته کړې چې د ولسمشر د نیولو له پاره شاوخوا ۲۰ پلټونکي او ۸۰ پولیس سرتیرو ته دنده سپارل شوې وهانځور: Kim Hong-Ji/REUTERS

د دغې ادارې یوه چارواکي زیاته کړې چې د ولسمشر د نیولو له پاره شاوخوا ۲۰ پلټونکي او ۸۰ پولیس سرتیرو ته دنده سپارل شوې وه او د ولسمشر امنیت بیا له ۲۰۰ ډیرو د ولسمشر ځانګړو ځواکونو نیولی دی.

دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې چې د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو سربیره یو شمیر پوځي پرسونل هم د ولسمشر د نیولو عملیات له خنډ سره مخامخ کړي ول. نوموړي چارواکي وویل چې یاد سرتیرو د ولسمشر شاوخوا څو امنيتي کمربندونه جوړ کړي چې ترې تیریدل هم ستونزمن دي. که څه هم دواړه لوري په وسلو سمبال دي، خو نوموړي چارواکي زیاته کړه چې په دې ترڅ کې هیڅ وسله نه ده استفاده شوې.

د جنوبي کوریا دغې دولتي ادارې ویلي دي چې دا به د خپل راتلونکي اقدام په اړه بحث وکړي خو دا لا څرګنده نه وه چې ایا دوی به د ولسمشر یون د توقیف لپاره بله هڅه پلان کړې او که نه. پولیسو ویلي چې د ولسمشر د ځانګړو ځواکونو یا PSS قوماندان او مرستیال یې د دوی د رسمي دندې پرمهال د خنډونو جوړولو له امله په جرمي قضیه کې د شکمنو کسانو په توګه معرفي شوي دي. دغه چارواکي د راتلونکې شنبې په ورځ د پوښتنو ګروېږنو له پاره بلل شوي دي.