1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

 د مقدونيا پولیسو د انساني قاچاق يوه لس کسيزه ډله نيولې

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

پر دغې ډلې تور دی چې د انساني قاچاق يوه شبکه چلوي او د افغانانو په ګډون يې له یونان او نورو سیمو څخه مهاجر خپل هیواد ته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/3k19u
Mazedonien Unruhen Polizei
آرشيفانځور: Reuters/O. Teofilovski

اسوشتيد پریس خبري آژانس د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۱۵مه) له سکوپيه څخه رپوټ ورکړی چې پولیسو دغه لس کسان د پنجشنبې په ورځ په شمالي مقدونيا کې ونیول. دوی د مقدونيا اتباع دي چې په ډله کې يې يو پلار او زوی هم شامل دي چې د پولیسو په وينا د ډلې مشران دي. ادعا شوې چې دغې ډلې په تیرو لسو مياشتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ مهاجر خپل هيواد ته انتقال کړي دي.

د پولیسو يوه ویاند، توني انګيلوفسکي وويل چې په دغو مهاجرو کې اکثره يې د افغانستان، پاکستان، سورېې، ايران او مصر اوسیدونکي دي چې تر دې مخکې ټول په يونان کې اوسيدل. دغه مهاجر هڅه کوي چې پر قاچاقي لارو ځانونه د اروپا شتمنو هيوادونو ته ورسوي.

Mazedonien Grenze zu Griechenland ist geschlossen
د مقدونې او يونان تر منځ سرحد له مياشتو راهيسې تړلی دی خو لاهم د انسانانو قاچاق په کې ترسره کيږيانځور: picture alliance/dpa/Z. Balogh

په رپوټ کې زیاته شوې چې نيول شوې ډلې د انساني قاچاق يوه شبکه چلوله او په همدې موخه يې د پلازمينې سکوپيه ښار په ګډون، په څلورو سيمو کې ترانزیت کورونه درلودل. پر نيول شوو کسانو تور دی چې د هر مهاجر د انتقال په بدل کې يې له هغو څخه ۷۰۰ يورو اخیستي دي. د تورنو د اثبات په صورت کې پر هغوی تر ۱۳ کاله پورې حبس راځي.

شمالي مقدونيا او يونان چې په خپلو کې ګډه پوله لري، اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو پر لار پروت هیواد دی. سربيره پر دې چې د دواړو هيوادونو تر منځ سرحد له مياشتو راهيسې تړل شوی، خو غیرقانوني مهاجرتونه په کې ادامه لري. پولیس وايي چې د روان کال په لومړيو نهو میاشتو کې يې د نژدې ۲۵ زره کسانو مخنیوی کړی چې غوښتل يې له يونان څخه شمالي مقدونيا ته واوړي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.