1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش ډلې د نوي مشر د ټاکل کیدو اعلان کړی

۱۴۰۰ اسفند ۲۰, جمعه

اسلامي دولت ډلې يا داعش د خپل پخواني مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي وژل کيدل تائيد کړي دي. دې ډلې اعلان کړی دی چې ابو الحسن الهاشمي القريشي به د دې ډلې نوی مشر وي.

https://p.dw.com/p/48Kki
Syrien | USA | Schlag gegen den IS Führer Abu Ibrahim al-Hashimi al-Qurayshi
انځور: Department of Defense/AP Photo/picture alliance

داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ د يوه صوتي بيان په جاري کولو سره تېره مياشت د امريکا په يوه بريد کې د خپل دغه پخواني مشر وژل کیدل تائيدل کړل. دې تندلارې ډلې چې په ۲۰۱۴م کال کې رامنځته شوې وه، د خپل درېم امير ټاکل کیدل هم اعلان کړي.

د داعش له خوا زياته شوې: «ابو الحسن الهاشمي القريشي به د مسلمانانو امير او خلیفه وي او د اسلامي دولت ډلې جهادیانو د نوموړي سره بیعت کړی دی.»

د داعش یا اسلامي دولت ډلې د نوي «امير» په اړه ډېر جزيات لا په لاس کې نه شته دي. د دغه ډلې د نوي وياند ابوعمر المهاجر، په حواله ابو ابراهيم تر خپل مرګ مخکې ابو الحسن القريشي د خپل ځای ناستي په توګه وړاندیز کړی وو. زیاته شوې چې د نوموړي تر مړېنې وروسته د ډلې لوړپوړو مشرانو د هغه ټاکل کیدل تائيد کړل.

د داعش له خوا زیاته شوې چې پخوانی مشر یې «ابو ابراهيم القريشي او د داعش وياند ابو حمزه القريشي په تېرو ورځو کې ووژل شول.»

په اصل کې د داعش پخوانی مشر القريشي د سوریې په شمال لوېديځ کې د فبرورۍ مياشتې پر دريمه د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی وو. هغه د داعش د لومړي مشر ابو بکر البغدادي ځای ناستی وو. بغدادي هم د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر مياشت کې د امريکايي ځواکونو همدې ورته عملياتو په ترڅ کې وژل شوی وو.

داعش ډله کمزورې شوې خو له منځه نه ده تللې

د داعش نوي مشر په داسې يوه وخت کې د دې تندلارې ډلې واګي په لاس کې اخيستي چې دغه ډله ډېره کمزورې شوې ده او اوس هومره منظمه او ځواکمنه نه ده لکه د تاسيس په لومړيو کلونو کې چې وه. هغه وخت دې ډلې د سوریې او عراق ډېرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې او د سيمې د سونو زرو انسانانو برخليک د دوی په لاسو کې وو.

Syrien Irak Islamischer Staat (IS)
د داعش ډلې لس زره جنګيالي اوس په سوريه او عراق کې فعاليت کويانځور: Dabiq/Planet Pix via ZUMA Wire/ZUMAPRESS/picture alliance

په ۲۰۱۴م کال له یوې بلې مشهورې جهادي ډلې القاعدې څخه تر جلا کیدو لږ وروسته دا ډله دا د سيمې په تر ټولو خطرناکې ترهګرې ډلې بدله شوه. خو په ۲۰۱۹م کال کې يې پر سيمه ولکه هغه وخت کابو بيخي ختمه شوه چې د امريکا له ملاتړه برخمنو کردي ځواکونو په سوريه او عراق کې د دې ډلې پر ضد عمليات پېل کړل.

د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۲۱م کال کې د جاري کړل شوي يوه رپوټ په حواله د داعش کابو لس زره جنګیالي اوس هم په عراق او سوريه کې فعاليت لري. په دې سيمو کې هغوی د کردي ځواکونو او د بشارالاسد د حکومت پر ضد فعاليت کوي.

 د داعش ډلې يو مهم مشر طالبانو ته تسلیم شوی

د ترهګرۍ په اړه څېړنې ترسره کوونکي يوه اسرائيلي ټولنه ادعا کوي چې داعش په ۲۰۲۱م کال کې ۲۷۰۵ بريدونه ترسره کړي چې له امله یې یې ۸۱۴۷ کسان وژل شوي.

داعش په ۲۰۲۱م کال کې تر ټولو ډېرې حملې په افغانستان کې کړي دي چېرې یې په نتيجه کې تر ۲۲۰۰ زيات انسانان وژل شوي. په افغانستان کې د داعش د بريدونو په پايله کې د وژل شويو شمیر تر عراق زيات وو چېرې  داعش ۲۰۸۳ کسان وژلي ول.

ب. ص/ خ. ح (Reuters, afp)