1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د گوگل اپ په مرسته د جلدي ناروغیو پیژندل؟

۱۴۰۰ خرداد ۵, چهارشنبه

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به ناروغان پوه سي چي آیا د هغوی د بدن پر پوست توري دانې یا لکې خطرناکه دي او که نه. خو د کارپوهانو په خبره دا کار د ډاکټرانو د معایناتو ځای نه نیسي.

https://p.dw.com/p/3tybe
Melanoma - Hautkrebs - Dermatologie
انځور: picture-alliance/BSIP/A. Benoist

په اوس وخت کي زیاتره کسان کله چي په خپل بدن کي د ناروغۍ علایم ویني نو سمدلاسه گوگل ته مراجعه کوي. د مثال په ډول زما پر نوکانو باندي دغه لکې ولي راپیدا سوي؟ آیا زما پر نس باندي دغه دانې خو به خطرناکي نه وي؟ آیا په دې اړه ډیر تشویش وکړم؟ آیا ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړم؟

د گوگل د رپوټ له مخي، هر کال د بدن د پوست، وریښتانو او یا هم نوکانو د ناروغیو په هکله تقریباً ۱۰ میلیونه انسانان په گوگل کې پلټنه کوي. خو د هغو دانو یا تورو لکو په هکله چي پر بدن راپیدا کیږي، معلومات ورکول هم کله ناکله آسانه کار نه وي.

خو ډیر ژر به په دې اړه یو مستقیم میتود رامنځته سي. په کلیفورنیا کي د گوگل تحقیقاتي څانگي یو داسي اپ جوړ کړی دی چي له مصنوعي ځیرکتیا سره به مرسته وکړي، څو د پوست یا جُلدي ناروغۍ و پیژني.

د گوگل کاروونکي به ددغو لکو یا دانو څخه، د خپل ځيرک تلفون په مرسته درې دانې عکسونه اخلي او په دغه اپ کي به یې اپلوډ کوي. بیا به نو په دې هکله ځینو پوښتنو ته جواب وايي. نوموړی اپ بیا دغه عکسونه او معلومات له نورو ۲۸۸ ډوله هغو ناروغیو له عکسونو سره مقایسه کوي چي په دغه سیستم کي موجود دي، بیا نو ددغي ناروغۍ په هکله معلومات وړاندي کوي.

نوموړی اپ داسي معلومات وړاندي کوي چي مخکي د جُلدي ډاکټرانو له خوا ارزیابي سوي وي. خو بیا هم د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ارزیابي، د ډاکټر معاینه خاني ته له تگ سره نه سي مقایسه کیدای. ډېري جُلدي ناروغۍ د شخصي آزموینو او نورو تستونو له لاري معلومیدای سي. خو دغه اپ یوازي داسي معلومات ورکولای سي چی له مخي یې ناروغ کس په دې اړه د نورو گامونو پورته کولو ته آماده کوي.

کریستیان باوم ګارتنر چي د جرمني په توبینګن پوهنتون کې د مصنوعي ځیرکتیا متخصص دی وايي چي دا به له حقیقته لیري خبره وي چي په راتلونکو ۲۰ کلونو کي به د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ په مرسته، په واضح ډول طبي معلومات وړاندي کړل سي. دغه تکنالوژي په اوس وخت کي پر دې قادره نه ده چي د ډاکټرانو ځای ونیسي.

خو مصنوعي ځیرکتیا بیا له بلي خوا ارزښتناکه ده. د باوم ګارتنر په خبره هغه کولای سي پر ډاکټرانو د کار فشار لږ کړي. کله چي د لومړنیو معایناتو له پاره د مصنوعي ځیرکتیا له خوا په زرونو عکسونه له نظره تیر سي، بیا نو ډاکټران ډیر وخت په اختیار کي لري چي له ناروغ کس سره د هغه د ناروغۍ په هکله پرله پسې اړیکي ونیسي.

Malignes Melanom Schwarzer Hautkrebs
د جلدي سرطان دغه ډول چی لومړی به د گوگل اپ له خوا وپیژندل سي او وروسته ډاکټر ته مراجعه وسي.انځور: picture-alliance/Okapia/Neufried

سربیره پردې ډیر لږ جُلدي ډاکټران موجود دي. له همدې کبله زیاتره ناروغان کله چي پر خپل جلد باندي توره لکه یا دانه وویني، لومړی داخله ډاکټرانو ته مراجعه کوي. خو هغوی هم د جُلدي ناروغیو متخصصین نه دي. نو د مصنوعي ځیرکتیا د دغه کارپوه په نظر به په داسي ځایونو کي د ګوګل له خوا د دا ډول اپ استعمال پر ځای کار وي.

ګوګل خپله وسیله یا Tool په شاوخوا ۶۵ زره عکسونو ډکه کړې تر څو مصنوعي ځیرکتیا ته د امکان تر حده د جُلدي ناروغیو په هکله ډیر عکسونه په اختیار کي ورکړي. خو په بریتانیا کي له کیمبریج پوهنتون څخه مک کیني په نظر داسي یو میتود چي د یوې ناروغۍ د معلومولو له پاره یو نوی عکس له ډېرو نورو عکسونو سره پرتله کیږي، د یوه اصلي ډاکټر له معایناتو سره ډیر توپیر نه لري.

د مک کیني په نظر ډاکټر ته تګ دا ګټه هم لري چي هغه نه یوازي دا چي د ناروغ د پوست د دانو یا لکو عکس ته ګوري بلکي د مثال په ډول دې ته هم متوجه کیږي چی ناروغ کس څنګه معاینه خانې ته راننوزي.

مک کیني زیاتوي: «د نوموړي اپ کاروونکي ښايي خپلو پوښتنو ته جوابونه پیدا کړي، خو مهمه داده چی سمي پوښتني وکولای سي او په جوابونو ځان پوه کړای سي. خو دا کار په اوس وخت کي د مصنوعي ځیرکتیا له توانه وتلی دی.»

G.P/NZ/DW.Online