1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان په ملي اردو کي بریدونه نور هم زیات سوي دي»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۰, جمعه

د سولي پر خبرو اترو سربیره د روان کال په لومړیو درو میاشتو کي په افغانستان کي زورزیاتی ډیر سوی. یوازي په ملي اردو کي پر خپلو همکارانو باندي په بریدونو کي د تیرکال همدغه وخت په پرتله ۸۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

https://p.dw.com/p/3smTJ
Afghanistan Selbsmordattentat gegen NATO-Konvoi in Kandahar
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seiam

دغه خبره د افغانستان د بیارغوني د څار امریکايي ادارې «سیګار» په رپوټ کي راغلې ده. دغه رپوټ د پنجشنبې په ماښام (۲۰۲۱م کال د اپريل ۲۹) خپور سوی دی.

د رپوټ پر اساس د دغو بریدونو شمیر چي د «دښمنانه بریدونو» په نامه یادیږي او د مخالفو ډلو لکه طالبانو له خوا ترسره کیږي، له جنورۍ څخه تر مارچ مياشتي پوري د تیرکال په پرتله ۳۷ سلنه زیات سوی دی.

په دغه رپوټ کي همدارنګه زیاته سوې ده چي د هغو افغان امنیتي ځواکونو شمیر چي ټپیان سوي او یا هم وژل سوي دي د تیرکال همدغه وخت په مقایسه په مراتب سره ډیر سوی.

په عین حال کي په ملي اردو کي دننه پر خپلو همکارانو باندي د بریدونو شمیر هم په دغو درو میاشتو کي د تیرکال همدغه وخت په پرتله ۸۲ سلنه زيات سوی دی. په دې ډول ددغه ډول ۳۱ بریدونو په نتیجه کي  ۱۱۵ امنیتي ځواکونه وژل سوي دي.

تر دغه رپوټ مخکي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ماموریت په يوه رپوټ کي د روان کال په اولو درو میاشتو کي د ملکي کسانو د قرباناینو شمیر د ۳۰ سلني زیاتوالي خبره سوې وه.

دوې اونۍ مخکي امریکا متحده ایالاتو او ناتو متحدینو یې پریکړه وکړه چي په دغه هیواد کي په  مجموعي ډول شاوخوا ۱۰ زره میشت بین المللي سرتیري به راوباسي.

په تیرو اونیو کي د امریکا پوځي چارواکو په دې هکله اندېښنه ښودلې وه چي آیا افغان ځواکونه به پرته له نړیوالو سرتیرو ددې توان ولري چي له افغان حکومت څخه دفاع وکړي او که څنګه.

PG/NZ/AG