1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ځوانانو شمېر وار په وار کمیږي

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

په آلمان کې د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ سن لرونکو کسانو شمېر د ټول نفوس لسمه برخه جوړوي. دغه شمېر هيڅکله مخکې دومره کم نه وو. په ۱۹۸۳م کال کې بيا ځوانانو د ټول نفوس ۱۶،۷ سلنه برخه جوړوله.

https://p.dw.com/p/4EeI0
Jugendliche in Deutschland
آرشیف انځور: آلمانۍ پېغليانځور: IMAGO/Westend61

د آلمان په ويسبادن کې د احصايي فدرالي ادارې په حواله د ۲۰۲۱م کال په پای کې په آلمان کې يوازې هر لسم کس د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر درلود. ۴۰ کاله ترمخه دغه فيصدي ۱۶،۷ وه.

د احصایې فدرالي ادارې په حواله په دې توګه په آلمان کې د دې سن د ځوانانو شمير په ۱۹۵۰ م کال کې په دې اړه د شميرو د راټولو راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلی دی.

د ۲۰۱۵م کال په استثنا په آلمان کې په نورو ټولو کلونو کې د ځوانانو شمير او په ټول نفوس کې یې  برخه په دوامداره لږ شوې ده.  د يادې ادارې په حواله په ټول نفوس کې یې فيصدي د اتيايمې لسیزې په نيمایي کې تر ټولو لوړه وه. د شميرو په حواله په ۱۹۸۳م کال کې په آلمان کې د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ انسانانو شمير ۱۳،۱ ميليون وو او په دې توګه یې د ټول نفوس ۱۶،۷ سلنه برخه جوړوله.

د ځوانانو شمير له يوه ايالت څخه په بل کې سره ډېر تفاوت لري. د آلمان د بريمن ايالت تر ټولو ډېر ځوانان لري چې فيصدي یې ۱۱ ده. براندنبورګ بيا د اتوو فيصدو سره تر ټولو لږ ځوانان لري.

د آلمان ختیځو ايالتونو لکه زاکسن انهالت او مکلنبورګ فورپومرن کې هم دغه فيصدي ۸،۳ او په دې توګه له اوسط څخه ټيټه ده. په بادن ويورتمبيرګ او همدا راز په نورد راين ويستفالن او نيدرزاکسن ایالتونو کې بيا د ځوانانو فيصدي ۱۰،۵ ده او په دې توګه تر اوسط پورته ده.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, epd)

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(05.03.2021):