1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په سعودي کې به د لمانځه پروخت پلورنځي خلاص پاتې وي؟

۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبه

د سعودي یوه اقتصادي بنسټ د دغه هیواد له پلورنځیو غوښتي چې د ګڼې ګوڼې او کرونا ویروس د خپریدو خطر د مخنیوي پخاطر دې د لمانځه پر مهال هم پرانیستې پاتې شي. دا په سعودي کې د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو وروستۍ پریکړه ده.

https://p.dw.com/p/3wbxp
Frauen beim Einkauf in Riad
انځور: picture alliance/JOKER/K. Eglau

رویټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۶ نیټه) د سعودي عربستان حکومت ته د ډیري نږدې یوې ورځپاڼې په حواله رپوټ ورکړی دی چې په سعودي عربستان کې ممکن پلورنځۍ د لمانځه په وخت کې هم د خلاص پاتې کیدو اجازه ترلاسه کړي.

دا پریکړه به د خریدارۍ د مرکزونو او پلورنځیو د تړلو په اړه د شاهي نظام سختګیرانه قوانین بدل کړي.

داسې معلومیږي چې دا د یو لړ هغو ټولنیزو او اقتصادي قوانینو د بدلولو وروستۍ هغه فیصله وي چې پر نفتو متکي دغه هیواد یې د شاهي محافظه پاله نظام د نوي کولو او په اقتصاد کې د خصوصي برخې د تقویه کولو په موخه عملي کوي.

دغه پریکړه د سعودي عربستان د سوداګرۍ خونې فدراسیون له خوا اعلان شوې ده. د «عکاظ» دولتي ورځپاڼې په حواله د دغه فدراسیون په اعلامیه کې راغلي دي: «د خلکو د ازدحام د مخنیوي، د پیرونکو د روغتیا ساتنې او کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د کارځایونو او خریدارۍ مرکزونو له مالکانو غواړو چې په ټولو کاري ساعاتونو کې، د هغو له جملې څخه د لمانځه پر مهال دې خلاص پاتې وي.»

په سعودي عربستان کې پلورنځي پنځه ځله د لمانځه په وختونو کې حد اقل د نیم ساعت له پاره بندیږي. د رویټرز خبري آژانس په حواله د دې احتمال موجود دی چې دغه غوښتنه یوازې د کرونا ویروس د خپریدو دورې پورې محدوده پاتې نه شي.

د کله راهیسې نه چې محمد بن سلمان د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه ټاکل شوی دی، عملاً یي د سعودي حکومت اداره په لاس کې نیولې او وایي چې د یوه «معتدله اسلام» د را ژوندي کولو هڅه کوي. 

نوموړي د شریعت پولیسو نقش کمزوری کړی دی، د موسیقۍ د کنسرتونو، سینما او د ښځو د موټر چلونې محدودیت یې لغوه کړی دی.

پر دغو تغیراتو سربیره د سعودي حکومت د خپلو مخالفینو د تعقیب له امله د نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخامخ دی. د هغو له جملې څخه د جمال خاشقچي وژنه چې ویل کیږي د سعودي د ولیعهد په امر وژل شوی.

د امریکا د استخباراتي بنسټونو د رپوټ پر بنسټ جمال خاشقچي د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د یوه ځانګړي کوماندویي ډلې له خوا چې له ریاض څخه استول شوی وو، وژل شوی.

دغه بنسټونه وایي چې احتمالاً د دې قتل امر محمد بن سلمان ورکړی دی. خو سعودي عربستان دغه رپوټه سم نه بولي.

آژانسونه: ش.ن/ م. ق.ن