د ساينس په اساس کي د يهوديانو، عيسويانو او مسلمانانو ونډه
زموږ د عصري ساينس ريښې د يهودي، عيسوي او مسلمانو محقيقينو سره تړلي دي. همدغه محقيقين ول چي د قديمي مفکرينو متون يې وژباړل او بيا يې راژوندي کړل.
لومړی ساينسپوه
د يوناني قديمي عالم ارسطو دغه انځور په ۱۴۵۷ عيسوي کال کي نقاشي کړل شوی دی. دا هغه وخت وو چي خلک به له ليري ليري ځايونو څخه و يوناني مفکرينو او فيلسوفانو ته راتلل چي ورڅخه زدکړه وکړي.
سپوږمۍ، لمر او ستوري
د مفکرينو لپاره په منځني پېر کي د فلکياتو علم همدومره مهم وو لکه اوس چي د ساينسپوهانو لپاره مهم دی. دغه انځور د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۴ عيسوي کالونو تر منځ جوړ شوی دی. دا د کوپرنيکوس له زمانې څخه تقريبا سل کاله مخکي وخت دی. کوپرنيکوس دا وموندل چي مځکه پر لمر گردش کوي او دا چي زموږ مځکه د کائناتو مرکز نه ده.
د علم لېږد
يوهانس گوټنبېرگ له دې څخه تقريبا شپيته کاله وروسته د چاپ طريقه دريافت کړه. دا په لاس ليکل شوی يو کتاب دی. په يهودي، مسيحي او مسلمان کلتورونو کي هم داسي يو صنعت رامنځته شو چي د پخوانيو متونو ژباړل او راتلونکو نسلونو ته د هغوی انتقالول يې مقصد وو.
د ټولې نړۍ عالمان
دا په ۱۳۷۰ عيسوي کال کي د تخليق شوي يو کتاب انځور دی. په دغه کښي له ستورو څخه ډک آسمان لاندي دولس انسانان انځور شوي دي. د دغو کسانو له لباس څخه څرگنديږي چي د دغو عالمانو تعلق له بېلو مذاهبو او کلتورونو سره دی.
د ستورو حرکت
يو مسلمان محقق په ۱۰۲۹ عيسوي کال کي د آسمان د مشاهدې لپاره د ننۍ هسپانيې په توليدو ښار کي يو آسطرلاب آله جوړه کړه. د اندلس مسلمانانو په ۷۱۱ عيسوي کال پر جزيره نما يا ټاپو وزمې آئبيريا باندي چي ننۍ هسپانيا ده، واک ترلاسه کړ. هغوی تر ۱۴۹۲ پوري پر دغه سيمه باندي واکمن ول. هغوی د خپلې تقريبا ۷۰۰ کلنې واکمنۍ څخه د تعميراتي هنر او د ادب بهترينه خزانه ميراث پرېښوده.
بېلابېل کلتورونه خو مشترک فکر
دغه آسطرولاب يوه لويه اختراع وه. خو دا عکس له داسي يو کتاب څخه اخيستل شوی دی چي مخکتنه يې څلور سوه کاله مخکي په ويانا کي وشوه. دغه کتاب د فلکياتو د علم په تړاو د يو سند سره مربوط دی.
د سپوږمۍ مشاهده
د هر پېر د فلکياتو عالمانو د سپوږمۍ سره لېوالتيا لرلې ده. د آلمان په ښار لايپڅيگ کي په ۱۵۰۵ عيسوي کال چاپ شوي دغه کتاب کي د سپوږمۍ د بيلو مقامونو او منزلونو په هکله معلومات ليکل شوي دي.
ورځي، مياشتي او موسم
په هر مذهب کي جنتري، تقويم يا کال هنداره ډېر اهميت لري. جنترياني د فلکياتو د علم تر څنگ د عقيدې په نظام کي هم مهم رول لوبوي. په ۱۴۱۵ عيسوي کال په عبراني ژبه ليکل شوي يو مذهبي کتاب انځور دی. پر دغه پاڼه د کال دويمه ورځ درج ده.
د روغتيا لپاره وړ خوراک او غذا
نامتو يوناني فيلسفوف بقراط د خوراکو په هکله څو لار ښوونې کړي وې. د هغه دغه مشورې په لسمه عيسوي پېړۍ کي هم د انسانانو لپاره د لېوالتيا وړ وې. په دغو کي د روغتيا لپاره پر گټورو غذاگانو خبري شوي دي.
د ښه صحت څښتن
په څوارلسمه عيسوي پېړۍ کي د بقراط د دانايي يو بل مثال. دغه کتاب په پاريس کي ليکل شوی دی. پر دغه پاڼه د نورو معلوماتو تر څنگ د يو ناروغ علاج انځور شوی دی.
د ماشوم زېږېدنه
دغه کتاب په څوارلسمه عيسوي پېړۍ کي د جراحانو او دايانو لپاره ليکل شوی دی. په دغه کي د ماشوم د پيدا کېدو بېل پړاوونه تشريح شوي دي.
علم قوت دی
په دغه انځور کي نامتو طبيب او فيلسوف بوعلي سينا د پاچا په توگه انځور شوی دی. د هغه پر شاوخوا ناست ډاکټران د علاج او معالجې په هکله مجلس کوي. دغه انځور د بوعلي سينا له مرگ څخه تقريبا شپږ سوه کاله، يعني په پنځلسمه عيسوي پېړۍ کي رسامي شوی دی.
انسان او حيوان
به دغه کتاب کي د يو خطرناک مار د نيولو په هکله معلومات ورکول شوي دي. دغه کتاب په ۱۲۲۰ عيسوي کال کي په عربي ژبه ليکل شوی دی. په دغه کتاب کي د مسيحي فيلسوف او عالم جوهانس فيلوپونس د ليکنو حواله هم ورکړل شوېده.