1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک: له ښکاره رضايت پرته سکس جنسي تېری دی

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

د ډنمارک پارلمان يو نوی قانون تصويب کړی چې پر بنسټ يې، ‌د مقابل لوري له پوره خوښې او رضا پرته جنسي اړيکه، تېری بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/3mvGB
Symbolbild Gewalt gegen Frauen
انځور: Imago/Ritzau Scanpix

له دې وروسته په ډنمارک کې جنسي تېری يوازې په زور، بدني تاوتريخوالي او مسموم کولو پورې نه محدوديږي.

په ډنمارک کې د جنسي عمل تر اجرا دمخه د جنسي شريک د رضايت د څرنګوالي په هکله يو نوی قانون تصويب شوی دی. د دې هيواد پارلمان د پنجشنبې په ورځ‌ يو قانون تصويب کړ چې پر بنياد يې بې د مقابل لوري له څرګند رضايت پرته سکس يا جنسي اړيکه کېدای شي جنسي تېری وبلل شي.

د ډنمارک د عدليې وزير نيک هايککيروپ وويل: «دا د جنسيتي برابرۍ له پاره يوه بې سارې ورځ ده چې موږ اوس د رضايت يو قانون لرو.»

دغه بدلون په ډنمارک کې په دې معنی هم دی چې جنسي تېری يوازې د فزيکي تاوتريخوالي، زور يا دا چې يو قرباني د مسموميت په دليل مقاومت ونه شي کولی، نور نه تعرفيږي.

د ډنمارک د عدليې وزارت ويلي دي چې څارنوالي په دې موضوع کې له دې وروسته هم د اثبات بار پر غاړه لري. دغه قانون د رايو په اکثريت او بې له کومې مخالفې يا سپينې رايې تصويب شو، چې ټاکل شوې ده د نوي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه به عملي شي.

د بشري حقونو ځينې مدافع ډلو چې د بخښنې نړيوال سازمان يې هم په جمله کې راځي،‌ له دې اقدامه ملاتړ کړی دی.

آنا بلوس چې د بخښنې نړيوال سازمان د ښځو د چارو محققه ده، وويل: «دا په ډنمارک کې د ښځو له پاره يوه عالي ورځ ده ځکه چې د تجاوز هغه منسوخ شوي او خطرناک قوانين کثافت دانۍ ته غورځوي او همداراز مرسته کوي چې د بومي مجازاتو پراخ ننګ او مصئونيت په دې جنايت کې پای ته ورسيږي.»

د دغه سازمان د موندنو پر بنياد، دولس نورو هيوادونو په اروپا کې داسې ورته يو قانون تصويب کړی دی.

aj-na*(DPA)/ن ص/ن ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب