1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کي د کرونا ضد واکسين په مبارزه کي پرشاتگ

۱۳۹۹ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې په ځينو هيوادونو کي د کرونا ضد «آسترازېنکا» واکسين تطبيق درول سوی دی. خو په آلمان کي د پاول اېهرليش انستيتيوت له خپلې سپارښتنې څخه دفاع کوي.

https://p.dw.com/p/3qfxw
Dänemark AstraZeneca Impfstoff
انځور: Liselotte Sabroe/Ritzau Scanpix/picture alliance

په آلمان کي د کرونا ويروس ضد مبارزه کې دمګړی د آسترازېنکا واکسين ليري کړل سوی دی. دغه واکسين نور په آلمان کي خلکو ته نه ورلګول کيږي. د آلمان د روغتيا وزير، ينس شپاهن د ياد واکسين د نه تطبيق استدلال په دې کړی دی چي په ۷ مواردو کي د واکسين او په دماغي شريانونو کي د وينو د لخته (غټی) کېدو پيښي ثبت سوي دي.

په اروپا کي دمګړی د کويد ۱۹ ضد درو واکسينو ته اجازه ورکړل سوې ده چي يو يې بيونټېک، بل يې آسترا زېنيکا او دريم يې جانسن اېنډ جانس دی.

ينس شپاهن وويل چي «داسي ډيري کمي پيښي رامنځته کيږي.» هغه دې ته اشاره وکړه چي په آلمان کي ياد واکسين ۱،۶ ميليونو انسانانو ته لگول سوی دی. هغه زياته کړې: «دلته د ګواښ  يوه ډېره ټيټه کچه مطرح ده. خو که په رشتيا هم ياد موارد له واکسين سره تړلي وي نو دا بيا تر تناسب زيات لوی خطر دی.»

«يو نوی وضعيت»

په آلمان کي د پاول اېهرليش په نوم انستيتيوت سپارښتنه کړې وه چي دمګړی دي د آسترا زېنکا واکسين تطبيق ودرول سي. د دغه انستيتيوت رئيس، کلاوس سيکوټېک ويلي ول چي هغو ۷ کسانو چي د آسترازېنکا واکسين لگولو وو او وروسته يې په دماغي شريانونو کي ويني درېدلي وې، له هغو څخه درې کسان مړه سوي دي. له همدې کبله هغه له «يو نوي وضعيت» څخه خبره کړې ده.

سيکوټېک ويلي: «زما په باور، ولس غواړي پر دې اعتماد ولري چي هغه واکسين چي موږ يې ورته وړاندي کوو هغه خوندي او مؤثره دی.» نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۵مه) آلمان په تلويزيون کي وکړې.

د هغه په وينا هغه کسان چي تر مخه يې لا د آسترازېنکا واکسين ترلاسه کړی يا په اصطلاح په واکسين سوي دي او له دغه څخه ۱۶ ورځي تېري سوي وي، نو هغوی نه بايد چي ويره ولري. که د واکسين لګول يې ۱۶ ورځي لا نه وي پوره سوي او د واکسين لګولو څخه ورځ وروسته يې د سر درد او په جلد کي د وينې کېدنې پيښي رامنځته سوي وي، نو دي له خپل ډاکټر سره وګوري.

د درملو له پاره د اروپا اړونده اداره به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) د آسترازېنکا واکسين په هکله نوي معلومات و ارزوي. تر اوسه لا دا نظر حاکم دی چي د کرونا ويروس ضد مبارزه کي د ياد واکسين ګټي تر ممکنه تاوانونو څو چنده زياتي دي.

دا ځکه چي د ياد نظر له مخي په کرونا د اخته کېدو او له کبله يې د مړيني امکانات تر هغه ډېر زيات دي چي د واکسين د ممکنه جانبي اثراتو له کبله دي يو څوک خپل ژوند له لاسه ورکړي. ياد نظر د درملو له پاره د اروپا اړونده ادارې په امستردام کي څرګند کړ.

د روغتيا نړيوال سازمان څه وايي؟

په اروپايي اتحاديه کي د آلمان، فرانسې، هسپانيې، ايتاليا او يو شمير نورو هيوادونو د آسترا زېنکا واکسين لګول ځنډولي دي. خو د روغتيا نړيوال سازمان مخ پر وړاندي هم د آسترازېنکا واکسين د استعمال سپارښتنه کوي.

د دغه سازمان رئيس، تېدروس ادهانوم ګېبرېسيوس په ژنيو کي ويلي چي لا روښانه نه ده چي ايا رامنځ ته سوي مغلقې پيښي د آسترازېنيکا واکسين له کبله رامنځته سوي او که نه. د هغه په وينا په دې هکله بايد پلټني وسي. د روغتيا نړيوال سازمان نامتو ساينسپوهي، سوميا سواميناتان سپارښتنه کړې چي دمګړی دی لا د آسترازېنکا واکسين لګولو ته ادامه ورکړله سي.

د آلمان حکومت ويلي دي چي دا چي د آسترازېنکا واکسين نور نه لګول به پر کرونا ضد مبارزه کوم اغېز ولري، بايد و ارزول سي. په پام کي وه چي د کتنځايونو ډاکټران به هم د واکسين لګولو په کامپاين کي را شامل کيږي او هغوی ته به هم واکسين ورکول کيږي چي خلکو ته يې ولګوي.

خو د آسترا زېنکا تر قضيې وروسته ښايي په دې کي ځنډ رامنځته سي. دا ځکه چي په پام کي وه چي دغه ډاکټران به په زياته د آسترا زېنکا واکسين ترلاسه کوي.

آ./ا.ا./ن.ز.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: