1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازول افغانستان ته په قاطع ډول د اخراج بندولو غوښتنه وکړه

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان پرو ازول په عاجل ډول د دریو میاشتو له پاره افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه کړې ده. همدارنګه نوموړي سازمان د افغانستان د امنیتي وضعیت د تازه ارزونې غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/3w6fD
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د مهاجرو مدافع سازمان (پرو ازول) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې ۶ نیټه) د آلمان په فرانکفورت ښار کې ویلي دي چې د آلمان د بهرنیو چاو وزارت باید د افغانستان د روان وضعیت د ارزونې په اړه یو نوی تفصیلي راپور وړاندې کړي.

د نوموړي سازمان په خبره په دغه رپوټ کې باید د وروستیو اونیو په ترڅ کې رامنځته شوي تحولات او خراب امنیتي وضعیت په نظر کې ونیول شي.

پرو ازول ویلي دي چې د سه شنبې ورځې له پاره د دغه هیواد له هانور ښار څخه افغانستان ته د ډله ایز اخراج پلان شوی پرواز غیر مسؤلانه او باید ودرول شي.

د نوموړي سازمان مشر ګونتر بورخاردت، وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د تازه وضعیت د ارزونې رپوټ ډیر ضروري دی. د بورخاردت په وینا د بهرنیو چارو وزارت تیر رپوټ چې آلماني ادارې او محکمې یې له مخې د وضعیت اټکل کوي یو کال پخوانی او زوړ دی.

د کارپوهې فدریکا شټالمن، د یوې څیړنې له مخې چې پایلې یې د روان کال د جون میاشتې په لمړیو کې خپرې شوې دي ښيې چې له آلمان څخه اخراج شوي پناه غوښتونکي افغانان یو وار بیا د طالبانو له خوا تر تعقیب لاندې نیول شوي دي. دغه کسان اروپا ته د تیښتې خیانت، غربي کیدنې، غیر اخلاقي چلند او له اسلام څخه پر اوښتو تورن کړای شوي دي.

نوموړي سازمان زیاته کړې ده چې د څېړنو پر اساس له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او طالبانو د پرمختګ په پام کې نیولو سره وضعیت لا زیات خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې یوازې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د وسله والو ډلو په بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو کې تر۵۷۰ ډیر انسانان وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: