1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: کرونا واکسین سوي د عُمرې زیارت کولو اجازه لري

۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبه

سعودي عربستان د هغو کسانو دپاره چي د خارج څخه د عُمرې زیارت کولو ته ورځي او د کرونا واکسین یې لګولی وي، د کرونا محدودیتونه راکم کړي دي.

https://p.dw.com/p/3yhoK
Saudi-Arabien Mekka | Erste Pilger nach Coronasperrung
انځور: Saudi Ministry of Hajj and Umra/AFP/Getty Images

دغه خبر نن یکشنبه د سعودي عربستان خبري آژانس SPA ورکړی دی او ویلي یې دي، چي د خارج څخه د عمرې زیارت کونکو عریضې به د سبا دوشنبه ورځي څخه د سعودي عربستان د حکومت لخوا په کراره سره بیرته واخیستل سي.

د سعودي عربستان شاهي دولت ۱۸ میاشتي دمخه د کرونا وبا په سبب خپل سرحدونه وتړل او د خارج څخه یې زیارت کونکي بند کړل. خو د اګست میاشتي د اولي نیټې څخه یې سرحدونه بیرته د هغو ټوریستانو پر مخ خلاص کړل، چي واکسین یې لګولی ؤ. مګر د زیارت کونکو دپاره لا دغه محدودیتونه نه وه لغؤ سوي.

د کرونا ضد واکسین سوو دپاره د کرونا د محدودیت اوسنی لیري کیدل په لومړي قدم کي یوازي د عمرې زیارت کونکو دپاره اعتبار لري. د حج زیارت کونکو دپاره به د کرونا محدودیتونه اوس هم دوام ولري. د عمرې زیارت سړی کولای سي د کال په هر وخت کي وکړي.

Saudi-Arabien Mekka | Erste Pilger nach Coronasperrung
انځور: AFP/Getty Images

تر هغه وروسته چي ۱۸ میاشتي دمخه د کرونا پانډمۍ په سبب په دغه هیواد کي هم محدودیتونه رامنځته سول، نو یوازي هغو کسانو د حج کولو اجازه درلوده، چي پخپله په سعودي عربستان کي اوسیدل.

پروسږ کال فقط ۱۰۰۰۰ کسانو د حج زیارت ته د ورتلو اجازه ورکول سوې وه او سږ کال بیا ۶۰۰۰۰ ته. دا هم په داسي حال کي چي د کرونا وبا ترمخه د حج په زیارت کي ۲،۵ ملیونو مسلمانانو ګډون کاوه.