1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: سږکال ۶۰۰۰۰ کسان د حج کولو اجازه لري

۱۴۰۰ خرداد ۲۳, یکشنبه

پر کرونا وبا سربیره سعودي عربستان غواړي سږکال د حج په مراسمو کي ۶۰۰۰۰ تنو ته د ګډون اجازه ورکړي. پروسږکال بیا فقط ۱۰۰۰۰ تنو ته اجازه ورکول سوې وه.

https://p.dw.com/p/3uowZ
Saudi-Arabien Mekka | Corona & Hadsch | Pilgerfahrt
انځور: Getty Images/AFP

دغه خبره د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت پرون شنبه ورځ (د جون میاشتي ۱۲ مه) خبري آژانس SPA ته کړې ده. د دغه وزارت په یوه اعلامیه کي راغلي دي،« هغه کسان چي غواړي سږکال د حج په مراسمو کي ګډون وکړي، باید عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو تر منځ وي، نباید یو ساري مرض ولري او واکسین یې لګولی وي.»

لکه پروسږکال د حج په مراسمو کي سږکال هم یوازي هغه کسان اشتراک کولای سي، چي په سعودي عربستان کي ژوند کوي. سربیره پردې باید مسلمانان د حج پر وخت کعبې شریفي ته لاس ورنه وړي او لمس یې نکړي.

Saudi-Arabien Mekka | Corona & Hadsch | Pilgerfahrt
انځور: Reuters/Saudi Ministry of Media

د سږکال په اپریل میاشت کي سعودي عربستان مسلمانانو ته د عمرې اجازه هم ورکړه ، خو ډیرو لږو کسانو ته او هغه هم هغه چاته چي د کرونا واکسین یې لګولی ؤ او یا هم ورڅخه جوړ سوي وه. پاته دي نه وي ، چي د تیر ۲۰۲۰ م کال په اپریل کي د کرونا پانډمۍ په سبب نور چاته د عمرې اجازه هم نه ورکول کیده، خو بیا د تیر اکتوبر میاشتي راهیسي یې بیرته د کرونا تر سختو قیوداتو لاندي او په محدود تعداد سره اجازه ورکړه.

دا هم په داسي حال کي ده ، چي د سعودي شاهي دولت دپاره حج یوه لویه عایداتي منبع هم ده. د خلیج دغه هیواد هرکال د دې درکه تر ۱۰ ملیارډه اضافه یورو پلاس راوړي. په مکه معظمه کي د سلهاوو زرو کسانو کار وبار هم په هغه پوري مربوط دی اوپه دې باندي چلیږي.د کرونا وبا دمخه په ۲۰۱۹ م کال کي لا د حج په مراسمو کي تقریبأ ۲،۵ ملیونه مسلمانانو ګډون کړی ؤ.

آ./م.ق.ن./ا.ا.