1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د حج مراسم به د پروسږکال په شان وي»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

سعودي عربستان خبر ورکړی دی چي د کرونا په سبب به سږکال د حج مراسم بیا تر سختو قیوداتو لاندي تر سره سي. مربوطه وزارت د دې کار هدف د حاجیانو د سلامتۍ په خاطر د یوې «ډاډمني فضأ»رامنځته کول بللی دی.

https://p.dw.com/p/3tBnv
Saudi Arabien | Wallfahrt Hadsch in Saudi-Arabien
انځور: picture-alliance/AP Photo/Saudi Ministry of Media

د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت ويلي دي چي په مکه شریفه کي سږکال د حج مراسم د جولای میاشتي په نیمايي کي شروع کیږي.

د مسلمانانو له پاره حج کول د اسلام یو د پنځو بناوو څخه دی. هر معتقد مسلمان، چي جوړ وي او پيسې ولري، په ژوند کي یووار باید مکې معظمې ته د حج کولو له پاره ولاړ سي.

پروسږکال هم د حج مراسم د کرونا په خاطر تر سختو شرایطو لاندي تر سره سول او سعودي عربستان  ډیرو لږو کسانو ته د ورتګ او د حج په مراسمو کي د ګډون اجازه ورکړې وه.

په داسي حال کي چي په ۲۰۱۹م کال ۲،۵ ميلیونه کسانو د حج په مراسمو کي برخه اخیستې وه، په ۲۰۲۰ م کال کي یوازي یو څو زرو کسانو ته د ورتګ اجازه ورکړل سوې وه.

Hadsch in Saudi-Arabien
انځور: picture-alliance/dpa/SPA

په سعودي عربستان کي تر اوسه پوري تقریباً ۴۲۵۰۰۰ کسان په کرونا اخته سوي دي. دغه هیواد چي تقریباً ۳۴ ميلیونه نفوس لري، په تیر ډسمبر میاشت کي یې د کرونا واکسیناسیون شروع کړی او تر اوسه پوري يې څه ناڅه لس ميلیونه کسان واکسین سوي دي.