1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کویت: عربستان د قطر پر مخ خپلې پولې پرانیزي

۱۳۹۹ دی ۱۶, سه‌شنبه

د کویت د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی دی چې عربستان او قطر د خپلو ځمکنیو، هوایي او سمندري پولو پر پرانیستلو موافقه کړې. همدارنګه د قطر امیر به تر دريو کلونو ځنډ وروسته د فارس خلیج د همکاریو شورا په غونډه کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/3nWKa
Katar Flughafen Doha
انځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د کویت د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې تر درې نیم کلن کړکیچ وروسته بالاخره سعودي عربستان او قطر موافقه کړې ده چې یو د بل پر وړاندې خپلې هوایي، ځمکنۍ او سمندري پولې پرانیزي.

د کویت د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد دولتي تلویزون ته ویلي دي چې دا موافقه د کویت د امیر د پرله پسې هڅو په پایله کې شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې د قطر موټر چلونکو د سعودي عربستان پولې ته نږدې د «سلوی» په لویه لاره کې د خپلو موټرو د هارنونو په وهلو سره خپله خوشحالي څرګندوله.

په عین وخت کې د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني، دفتر هم د فارس خلیج د همکاریو شورا په کلنۍ غونډه کې د الثاني د ګډون خبر ورکړی دی. د قطر امیر په تیرو دریو کلونو کې د دې شورا په کلنۍ غونډه کې ګډون نه وو کړی. ټاکل شوې ده دغه شورا به نن د سې شنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۵ نیټه) په ریاض کې خپل کار پیل کړي. 

سعودي عربستان، مصر، بحرین او آمارات د ۲۰۱۷م کال له پسرلي څخه له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې وې.

دغه هیوادونه دوحه له ایران سره په نږدې اړیکو او د اسلامي افراطي ډلو په ملاتړ تورنوي. قطر په پرله پسې ډول دغه تورونه ردوي. تحریم کوونکو هیوادونو د بحران په پيل کې د ۱۳ وړاندیزونو یو لیست دوحې ته وړاندې کړی وو.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د الجزیرې تلویزوني شبکې بندول، له «ترهګرۍ» سره د مالي ملاتړ بندول او په قطر کې د ترکیې پوځي اډې تړل په دې ترتیب شوي لیست کې له موجودو غوښتنو څخه وې. قطر په ښکاره ډول د دغو ۱۳ ماده یي وړاندیزونو مخالفت کړی او د هیڅ یوې غوښتنې پر وړاندې یي سر ټیټ نه کړ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبرین، شاوخوا دوې میاشتې مخکې ویلي ول چې د قطر الوتکو ته یې اجازه ورکړې ده چې د سعودي عربستان په فضايي قلمرو کې د یوه «هوایي پول» له لارې پرواز وکړي، چې دا کار د ترمپ د حکومت يو له لومړيتوبونو څخه وو.

رویټرز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د یوه امریکایي لوړپوړي چارواکې په حواله رپوټ ورکړی وو چې د قطر او څلورو عربي هیوادونو(عربستان، امارات، بحرین او مصر) ترمنځ اختلافاتو د پای ته رسولو له پاره توافقنامه جوړه شوې ده او ټاکل شوې ده چې د فارس خلیج د همکاریو شورا په غونډه کې به لاسلیک شي.

دغه امریکایي چارواکي ویلي ول چې د دې موافقنامې په لاسلیک کیدو سره نه یوازې اقتصادي محاصره ختمیږي او د دواړو هیوادونو د اتباعو ترمنځ د تګ راتګ او تجارتي مالونو تبادله رامنځته کیږي، بلکې دا ګام به په سیمه کې د امنیت او ثبات په لا ښه کیدو کې مرسته وکړي.