1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهزاده فیصل: له اسرائیل سره د اړیکو ټينګیدل ډیر ګټور دي

۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبه

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له اسرائیلو سره د اړیکو بیرته عادي حالت ته را ګرځول ډیر زیات ګټور بللي دي. خو هغه دا هم وویل چې له هیواد سره یې داسې هر ډول موافقه د اسرائیل او فلسطین د سولې پروسې پورې اړه لري.

https://p.dw.com/p/3rZLK
Saudi Arabien Riad | Außenminister Faisal bin Farhan Al Saud
انځور: Ahmed Yosri/REUTERS

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان وویل چې له اسرائیل سره عادي حالت ته د خپلو اړیکو راوستل د ټولې سیمې له پاره تر اندازې زیات ګټور تمامیدلی شي. نوموړي د دې خبرې وضاحت هم وکړ چې د دغو اړیکو رغول کیدل په مستقیم ډول د اسرائیل او ترمنځ د سولې پروسې پورې تړاو لري. نوموړي دغه څرګندونې له امریکایي تلویزوني شبکې CNN سره په مرکه کې کړي دي.

ابراهیمي تړون

د پخواني امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ د واکمنۍ پر مهال لږ تر لږه درې عربي هیوادونو او یو مسلمان افریقایي هیواد له اسرائیلو سره د دوه اړخیزو اړیکو د رغونې موافقې لاسلیک کړې وې. دغه موافقه «ابراهم ایکارډ» یا ابراهیمي تړون نومول شوی وو. د هغو هیوادونو په کتار کې چې له اسرائیلو سره یي خپلې اړیکې عادي حالت ته راوستلي دي متحده عربي امارات، بحرین، مراکش او افریقایي هیواد سوډان شامل دي. 

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د شهزاده فیصل مرکه

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له امریکایي تلویزوني چینل سره په مرکه کې وویل چې له اسرائیل سره د اړیکو رغول کیدل به په سیمه کې د مثبتو بدلونونو ترڅنګ، په اقتصادي توګه هم ډیر ګټور تمام شي. فیصل وویل چې دغه اړیکې کیدای شي په سیمه کې د امنیت د ثبات په برخه کې هم اغیزمن ثابت شي.

د فارس خلیج په عربي برخه کې سعودي عربستان د «قدرت مرکز» ګڼل کیږي. دغه هیواد په پرله پسې ډول له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو عادي حالت ته را ګرځول کیدلو ته د فلسطیني شخړې له حل سره ارتباط ورکوي.

د ایران په اړه اندیښنې

شنونکي په دې نظر دي چې له اسرائیلو سره د عربي هیوادونو د نزدې کیدلو لوی لامل ایران او په سیمه کې د خپل نفوذ ساتلو هیله ده. داسې هم ویل کیږي چې سعودي حکومت په ډیر مخفي ډول له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو عادي حالت ته د راګرځولو لړۍ روانه کړې ده.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تیر کال په نومبر میاشت کې له سعودي عربستان سره د خبرو اترو یو دور بشپړ کړی دی. خو سعودي عربستان دا خبره رد کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص