1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي:«د ایران له ملاتړه برخمنه یوه شبکه مو شنډه کړه»

۱۳۹۹ مهر ۸, سه‌شنبه

د سعودي عربستان د معلوماتو پر اساس دغه هیواد د ایران له ملاتړه برخمنه يوه ترهګري شبکه خنثی کړې ده. د سعودي د استخباراتي ادارې یوه چارواکي په دې ارتباط د ۱۰ تنو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3jAS7
Türkei Schatten Polizei
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د خبري آژانس، SPA د یوه رپوټ پراساس د سعودي استخباراتي ادارې دغه چارواکي پرون ماښام ویلي، چي تیره اوونی یې دغه لس تنه نیولي دي. د هغوی ۳ تنه په ۲۰۱۷ م کال کي د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران (IRGC) کي«د نظامي او مځکنیو قواوو د تربیې دوره تیره کړې ده او همدارنګه یې د انفجاري وسایلو د جوړولو تربیه لیدلې ده». نور اوه تنه بندیان هم د ایران په ځانګړو قطعاتو پوري مربوط دي.

د سعودي عربستان امنیتي قواوو ددغو کسانو د پلټنو پر وخت چاودیدونکي مواد، باروت، کیمیاوي مواد او همدارنګه وسلې او نظامي وسایل کشف او ضبط کړي دي. خو ددغو احتمالي ترهګرانو نومونه چي باید محکمې ته معرفي سي، ذکر سوي نه دي، ځکه د امنیتي چارواکو په خبره په نظر کي دي، چي د هغوی د نومونو په نه افشأ کولو سره د سعودي عربستان په داخل او یا خارج کي د نورو تحقیقات جریان وساتل سي.

سپاه پاسداران د ایران هغه نظامي قطعات دي، چي تقریبأ ۴۰ کاله دمخه د آیت الله خمینی له خوا د اسلامي انقلاب سره یوځای تشکیل او جوړ سول.

د امریکا متحده ایالاتو د ایران سپاه پاسداران د یوې ترهګري ډلي په حیث درجه بندي کړې دي. د سعودي عربستان سني مذهبه حکومت ایران ته چي اکثریت نفوس یې شیعه دی، د خپل دښمن په سترګه ګوري. دغه دواړه هیوادونه د څو لسیزو راهیسي په منطقه کي سیاسي او اقتصادي رقابتونه پر مخ بیايي او په یمن، سوریه او د منطقې په نورو هیوادو کي د نیابتي جنګ د لاري خپلو دښمنیو ته ادامه ورکوي.

په رياض کې د سعودي حکومت یو کال دمخه تهران د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیساتو باندي د حملې مسؤل بللی ؤ.

زموږ له آرشيف څخه: