1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتشمالی امریکا

روسیه د څو سرحدونو د لاري سوریې ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

روسیې له سوریې سره د څو سرحدونو له لاري د مرستي د تمدید پیشنهاد کړی دی. تراوسه پوري د سوریې سره مرستي یوازي د یوه سرحد له لاري د ورتیریدو اجازه درلوده.

https://p.dw.com/p/3wG8P
Griechenland Migration l Flüchtlingslager auf Lesbos
انځور: picture-alliance/dpa/A. Tzortzinis

روسیې د دغه پیشنهاد مطابق یو پریکړه لیک مسوده پرون پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د جولای اتمه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندي کړې ده. په نیویارک کي دیپلوماتیکو منابعو ویلي دي، چي مسکو له سورسیې سره د مرستو د کولو دغه پیشنهاد د شپږو میاشتو له پاره کړی دی. له سوریې سره د مرستو  کولو اوسني مقررات سبا شنبه پای ته رسیږي.

دیپلوماتیکو منابعو همدارنګه ویلي دي چي د روسیې په پیشنهادي مسوده کي د مرستو «ممکنه تمدید» تر شپږو میاشتو اضافه هم په نظر کي نیول سوی دی. خو د روسیې د دغي مسودې برعکس د ملګرو ملتونو امنیت  شورا نورو درو دایمي غړو، لکه امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې بیا له سوریې سره د مرستو د تمدید یوکلن پیشنهادي مسوده وړاندي کړې ده.

Syrien Damaskus | Humanitäre Hilfe | Russland
انځور: picture-alliance/dpa/E. Samarin

دا اول وار دی چي روسیه له سوریې سره د څو سرحدونو له لاري د مرستو د تمدید پیشنهاد کوي. تر دې دمخه کریملین د څو سرحدونو له لاري سوریې ته خارجي مرستي نه ورپریښولې او ادعا یې کوله چي بې له د دمشق له موافقې څخه دا د دغه هیواد د ارضي تمامیت حق تر پښو لاندي کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس اوس په سوریه کي ۱۲،۳ ميلیونه انسانان بهرنيو مرستو ته محتاجه دي. خیریه سازمانونه له سوریې سره یوازي د یوه سرحد «باب الهوا» له لاري د مرستو رسولو اجازه لري.